کابل: له بګرامه تر دوو زرو ډېر کسان خوشي شوي

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضایي غونډې د پنجشنبې په ورځ (د جون،١٣) په کابل کې د سترې محکمې او د فراه ولایت د استیناف محکمې او څارنوالۍ پر وړاندې د بریدونو پر اهدافو بحث وکړ.
په دغه غونډه کې د ولسمشرۍ په وينا د بګرام زندان عمومي قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي څرګنده کړه چې په تېرو درو مياشتو کې د بګرام له زندان څخه ۲۱۵۶ افغانان د محاکمو د حکم پر اساس، د جرم د نه ثبوت او د ټولو قانوني مراحلو له تېرولو وروسته خوشې شوي دي.
دغې غونډې د بګرام په زندان کې د امریکایي مسؤولینو له خوا د افغان زندانیانو د دوسیو د سپارلو پر چټکتیا تاکید وکړ او په هغه زندان کې یې له امریکایي مسؤولینو وغوښتل چې د افغان بندیانو دوسیې دې ژر تر ژره او په ډېر شمېر د څار جرګې ته وسپاري.
په دغه غونډه کې چې ولسمشر کرزي يې مشري کوله ادعا وشوه چې د فراه ولایت برید په داسې حال کې ترسره شو چې څو مياشتې وړاندې له بهرنیانو سره له ډېرو جنجالونو وروسته د بګرام زندان اداره او مسوولیتونه په بشپړه توګه د افغانستان حاکمیت ته منتقل شول.
په کابل کې د سترې محکمې پر وړاندې د سې شنبې د برید په باب دغې غونډې وويل چې په داسې حال کې تر سره شو چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا له خوا په کابل کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل شول چې په بګرام کې د افغان بندیانو دوسیې ور وسپاري.
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ادعا شوې چې غونډې داسې نتیجه اخیستې چې ګواکې طالبان غواړي چې د طالب په نامه بې ګناه افغانان په زندانونو کې پاتې شي، ظلم دوام ومومي او حتی د بهرنیانو تر کنترول لاندې د زندانونو موجودیت توجیه شي.
دوى دا تور هم لګوي چې طالبان د داسې بریدونو په ترسره کولو سره غواړي چې د هغو کسانو د خوشې کېدو په وړاندې د عامه ذهنیت مخالفت را وپاروي چې ترهګر نه دي، کوم جرم یې نه دی تر سره کړی او بې ګناه بندیان شوي دي.




