د کندهار په ميوند کې د واده موټر په ماين الوتی

د افغانستان په سویل کې چارواکي وايي چې د ماين يوې چاودنې د يوه واده دوه ګډونوال وژلي دي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي په دغه چاودنه کې اته نور ملکيان ټپيان شوی هم دي.
دوی وايي ټپيان د درملنې لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي چاودنه پرون (شنبه، ۲۸ نومبر) ناوخته د میوند ولسوالۍ په شیر علي کاریز کې وشوه.
د ښاغلي فیصل په وینا پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې د واده د ورا یو موټر د سړک د غاړې پر ښخ کړای شوي ماین وروخوت.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانې وایي په چاودنه کې د وسلوالو طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم ټپي شوی دی.
ښاغلی درانی وايي د طالبانو دغه قومندان د وراوالو سره په موټر کې یو ځای و.
امنیتي چارواکي د چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو دغې ډلې تر دې دمه د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان له سويلي ولايتونو کندهار، هلمند، فراه، نيمروز، غزني او زابل نه ډېر کله د دا وړ پېښو راپورونه ورکول کېږي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي چې ملکيانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د سړک د غاړې بمونه اړوي.








