بغلان کې ماين د واده ۸ ګډونوال ټپيان کړي دي

د افغانستان په شمال بغلان ولايت کې یوې بمي چاودنې د واده د مراسمو اته تنه ګډونوال ټپیان کړي دي.
ټپيان شوي اته واړه د واده ولسي وګړي بلل شوې دي.
د بغلان د پوليسو وياند جاوېد بشارت بي بي سي ته ويلي دغه چاودنه د شپې اته نيمې بجې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ښاغلی بشارت وايي ماين په هغه خیمه کې ځای پر ځای کړای شوی و، چې کوره لرې د مېلمنو لپاره درول شوې وه.
د بغلان د پولیسو وياند وویل، د پوليسو لومړنۍ موندنې ښيي، چې يو کوچنی پرسونل ضد ماين تازه په دغه ځای کې ښخ کړای شوی دی.
د بغلان پوليس وايي تر اوسه نه مالومه شوې، چې دغه ماين چا ايښی دی.
څو ورځې وړاندې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر یوه موټر بمي چاودنه وشوه، چې ۱۸ تنه ولسي وګړي په کې ووژل شول.
ځايي چارواکو وويل چې د اندړو د پېښې ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي.
تر دې وړاندې هم څو ځله د واده د ورا موټر د سړک د غاړې پر بمونو ختلي او زياته ملکي مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
د سړک د غاړې ماينونه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين يې، د افغان او بهرنيو ځواکونو لپاره ښخوي، ځينې وختونه پر ملکيانو الوځي.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم څو کاله وړاندې د پرسونل ضد ماينونو ښخول (غير اسلامي او غير انساني بللي) و او هغه يې منع کړي و، خو لا هم د حکومت مخالفين ماينونه کاروي.
ملګرو ملتونو موده وړاندې د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې په جګړه کې د ماينونو کارول ودروي.
د ملګرو ملتو په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې ماينونه ښوول شوي وو.








