چارواکي: طالبان په هلمند کې په خپلو ماینونو ختلي

سيمه یيز افغان چارواکي وايي د هلمند ولايت د سنګين په جګړه کې لسګونه وسله وال طالبان پر خپلو ماينونو ختلي او وژل شوي دي.
چارواکي وايي وسله وال مخالفان اړ وتل چې د کلابندۍ له کبله پر خپلو ښخو کړو ماينونو ورشي.
زموږ همکار مصطفى سالک وايي د ا جګړه درې ورځې مخکې پيل شوې او لا هم روانه ده.
د هلمند سيمه یيز چارواکي وايي دا عمليات د بېلو افغان امنيتي ځواکونو له خوا د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې پيل شوي دي چې په وينا يې وسله والو طالبانو يې په ترڅ کې د خپل بشپړ اغېز يو شمېر سيمې له لاسه ورکړې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک بي بي سي ته وويل د عملياتو په ترڅ کې نوې پرمختيا دا ده چې تر ۴۰ ډېر وسله وال وژل شوي او په وينا يې مړي يې د نښتې پر ډګر پاتې دي.
ښاغلي ځواک وويل له دې ډېر شمېر يې د هغو ماينونو ښکاري شوي چې خپله يې ښخ کړي وو.
ښاغلي ځواک وويل د دغو عملياتو په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند د سنګين ولسوالۍ يوه ولسي وګړي د خپل نوم د نه خپرولو په شرط بي بي سي ته پخلى وکړ چې په رښتيا هم وسله وال طالبان د خپلو ماينونو ښکار شوي خو د وژل شويو وسله والو طالبانو کره شمېره ور سره نه وه.
افغان امنيتي ځواکونو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې هم په سنګين کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې عمليات تر سره کړي وو، چې د چارواکو په وينا په ترڅ کې یې ګڼ شمېر مخالف وسله وال وژل شوي وو او يو شمېر نور ژوندي د افغان ځواکونو ګوتو ته ورغلي وو، خو چارواکي وايي دا چې لا هم په يو شمېر سيمو کې د وسله والو مخالفانو خوځښتونه احساسېدل نو بيا يې عمليات پيل کړل.
وسله والو طالبانو د هلمند د سنګين د وروستيو نښتو په اړه تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.








