د لوګر د کانکور درغلیو په اړه لانجه

د لوړو زده کړو وزرات د کانکور کميټې چارواکي وايي په لوګر کې د کانکور ازموینې پر مهال درغلۍ شوې او وزارت دوی ته ویلي د کانکور هغه ازموینې چې لغوه شوې وي، باید پایلې یې وزرات ته یو نه وړل شي.
کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې چارواکي وايي د لوګر ولایت د کانکور ازموینې په بهیر کې د یو شمېر وکیلانو او نورو چارواکو د لاسوهنې له امله مجبوره شول چې لغوه یې اعلان کړي او په دغه ولایت کې به بیا له سره د کانکور ازموینه اخلي.
لطف الله صافی، چې په لوګر کې یې د کانکور د ازموینې د پلاوي مشري کوله، وایي د کانکور د کمیټې شورا پرېکړه کړې، چې د لغوه شوې ازموینې پاڼې به وزارت ته نه وړي او له همدې امله دوی په سیند کې غورځولې دي.
د سر خطر
ښاغلی صافی زیاتوي، دوی په لوګر ولایت کې ځکه دا کار و نه کړ، چې هلته یې ښوونکو ته د سر خطر موجود وو.
د لوګر اوسېدونکی نصرت وفا چې تر سلو ډېرې د کانکور د ازموینې غورځول شوې پاڼې او کارتونه يې له ویالې راټول کړي دې، وايي د لوګر له ځوانانو سره دا کار په قصدي توګه شوی، او ددغه کار ترسره کوونکو ته د سزا غوښتنه کوي.
د لوګر ولایت د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزي بي بي سي ته وویل شاوخوا ۳۸۰۰ تنو د کانکور د ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې وه چې له هغې ډلې څه باندې ۳۶۰۰ تنو ته یې د کانکور په ازموینې کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، که دغې ستونزې ته ژر د پاي ټکی کېنښودل شي، نو د زده کوونکو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
لوګر د افغانستان یو له نسبتاً نا امنو ولایتونو ګڼل کیږي، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا د ځینو سیمو زده کوونکي د ګواښونو په منلو د کانکور ازموینې ته ورغلي وو.
څو ورځې وړاندې په مرکز پل علم ښار کې د یوې چاودنې له امله د دوولسمو ټولګیو دوه فارغان ووژل شول او شاوخوا لس تنه نور ټپیان شوي وو.








