د کانکور نوې طرحه "غیر معیاري" وبلل شوه

- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
په افغانستان کې د لسګونو مدني ټولنو غړو د ولایتونو د وګړو د شمېر پر بنسټ د کانکور د ونډو د وېش په اړه اعتراض وکړ.
دوی د یوه پرېکړه لیک له لارې غوښتنه وکړه چې په پوهنتونو کې شاملېدل باید د ازادې سیالۍ له لارې وي.
په دې ۱۳ ماده ییزه پرېکړه لیک کې دا طرحه د اساسي قانون او نړیوالو تړونونو خلاف عمل بلل شوی او له حکومت څخه غوښتل شوي چې هغه رد کړي.
د مدني ټولنې فعال اجمل بلوچزاده له ملي شورا وغوښتل چې د لوړو زده کړو د قانون طرحه ژر تر ژره تصویب کړي.
"د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړو چې د دا ډول طرحو له وړاندې کولو ډډه وکړي، او داسې قانوني، اغېزمن او اکاډمیک ګامونه پورته کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. له ولسمشر او وزیرانو په ټینګه غواړو چې د لوړو زده کړو وزارت دا طرحه په کلکه رد کړي او د دا ډول غیر معیاري کارونو مخه ونیسي."
د مدني ټولنې دغو استازو غوښتل د ولسي جرګې دیني فرهنګي، لوړوه زده کړو او پوهنې د چارو کمیسیون په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د لوړو زده کړو وزیر هم ورغوښتل شوی و، خو د دوی دا غوښتنه و نه منل شوه.
دا نیوکه وروسته له هغه کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل داسې یوه طرحه یې جوړه کړې چې له مخې به یې په کانکور ازموینه کې د هر ولایت د وګړو د شمېر پر اساس کسان بریالي کېږي.
د مدني ټولنې دې بنسټونو خبر داری ورکړ که غوښتنه یې و نه منل شي نو خپل اعتراض ته به د هر ډول مدني خوځښت په کارولو دوام ورکړي.








