ننګرهار کې د انسان تښتوونکو ۱۳ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې په ختيځ ننګرهار ولایت یې د سړي تښتوونکو یوه ۱۳ کسیزه ډله نیولې ده.
سرچینې ویلي، چې دغو کسانو د ډېرو خلکو په تښتولو کې لاس درلود، چې چې په وینا یې په "ډېره ماهرانه توګه" یې خلک تښتول.
د دوی د تښتونې سیمې ننګرهار او لغمان وې.
د ملي امنیت له ادارې خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو پوښتنو ګروېږنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
ملي امنیت وايي، د دغې ډلې غړو څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون یو محصل تښتولی و، چې د خوشي کولو مقابل کې یې د هغه له کورنۍ دوه سوه زره افغانۍ اخیستې وې، او هغه یې بیا وروسته وژلی و.
ملي امنیت د نیول شویو کسانو یوه وېډيو هم رسنیو ته ورکړې ده، چې د دغه محصل د تښتولو په اړه یې څرګندونې او اعتراف کړی دی.

که څه هم افغانستان کې د انسان تښتونو کره شمېرې نشته، خو په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انسان تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.
د انسان تښتوونکو هڅو ته وروسته تر هغه ډېر پام وشو، کله چې په هرات کې یو اته کلن ماشوم وتښتول شو او بیا په بې رحمانه ډول ووژل شو.
همداشان، سږ کال اوړی په نارامه غزني ولایت کې له کندهار ولایته په ولسي جرګه کې استازې فریبا کاکړ هم وتښتول شوه، چې بیا وروسته راخوشې شوه.
وړاندې، <span>د افغانستان د ملي امنيت ادارې ویلي وو، چې <link type="page"><caption> يو ترکي سوداګر</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news_in_brief/2013/05/130523_as_turkish_businessman_release.shtml" platform="highweb"/></link> يې په کابل کې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی، خو تښتوونکي په تېښته بریالي شوي وو.</span>








