نورستان کې تښتول شوي ډاکټران خوشي شول

د افغانستان غرني ختيځ ولایت نورستان کې تښتول شوي افغان ډاکټران او د هغوی موټروان بېرته خوشي شوي دي.

دغه کاسن د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.

د نورستان ولایتي ویاند ویلي، تښتول شوي ډاکټران د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب او هڅو تېره شپه راخوشي شول.

د والي ویاند ظاهر بهاند بي بي سي ته وویل، تېره شپه دغه څلور کسان راخوشي شول، چې اوس نورګرام ولسوالۍ کې دي او ژر به کابل ته ولېږدول شي.