بامیانو کې تښتول شوي بهرنیان خوشي شول

د افغانستان مرکزي ولایت بامیانو امنیتي چارواکي وايي، د یوې خیریه ټولنې هغه دوه بهرني کارکوونکي خوشي شوي چې څو ورځې مخکې تښتول شوي وو.
د بامیانو ولایت جنايي امر چمن خان بي بي سي ته وویل، له څو ورځو یې پر تښتوونکو کړۍ تنګه کړې وه، چې بالاخره تېره شپه د پولیسو په هڅو خوشي شول:
''دوی د امنیتي ځواکونو تر محاصرې لاندې وو، چې تېره شپه خوشي شول. څلور واړه تښتوونکي مو د جمعې پر ګهيځ په غره کې ونیول. له دوی سره تومانچې نیول شوي، خو ښکاري چې نورې وسلې یې غره کې چېرې پټې کړې دي''.
ښاغلي چمن وویل، چې د تښتول شويو بهرنیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
تښتول شوي یو پاکستانی سړی او یوه برتانوۍ ښځه ده.
د بامیانو امنیتي سرچینو ویلي چې دغه کسان د بامیانو له قرغناتو سیمې تښتول شوي وو.
ویل کېږي چې تښتول شوي کسان د اغا خان د پراختیايي شبکې غړي دي.
د اغان خان پراختیایي شبکې هم ویلي چې د اغا خان بنسټ دوه کارکوونکي افغانستان کې خوشي شوي.
دوی وايي، چې دغه کارکوونکي یې د اګست پر شلمه بامیانو ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
وايي چې راخوشي شوي کارکوونکي یې روغ رمټ دي.
دغه کسان د بامیانو بند امیر ته پرلار وسله والو تښتولي وو.
د بامیانو بند امیر ته هر کال سلګونه بهرني او افغان سیلانیان ورځي.








