پر افغان ځواکونو د ناټو د "مرستو درولو" ګواښ

د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن ګواښ کړی، که چېرې ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره امنیتي تړون ته شا کړي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغان ځواکونو سره پوځي مرستې ودرول شي.
ښاغلي راسموسن له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د تړون نه لاسلیکېد ناټو ځواکونو دې ته اړباسي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.
نوموړي دا هم ویلي چې "که چېرې د تړون پر سر پرېکړه ونه شي، نو افغانستان ته به د خپلو پوځي روزونکو پراستولو ونه توانېږو".
هغه دا هم ویلي چې "د افغانستان د راتلونکي په اړه باید جدي واوسو، ااو د افغان ځواکونو د ملاتړ او مرستې لپاره باید هڅې وشي، چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ټول امنیتي مسؤولیت د دوی پر اوږو شي".
خو افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار ټینګار کړی، تر هغو چې امریکا یې شرطونه نه وي منلي، امنیتي تړون به لاسلیک نه کړي.
"نه عملي نه ممکن"
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د تړون لاسلیکېدو ځنډول "نه عملي کار او نه هم ممکن دی".
د امریکا متحده ایالتونه ټینګار کويو چې تړون باید د روان کال –چې تر یوې میاشتې کم وخت یې پاتې دی- له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي.
دوی وايي، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو امریکايي او نورو ناټو سرتېرو شمېر هم پر دغه تړون پورې تړلی دی.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون له مخه، تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پنځلسو زرو ترمنځ پوځیان شاید پاتې شي.
خو د امریکا متحده ایالتونه وايي، لا تراوسه یې افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو په باب پرېکړه نه ده کړې.
دغه تړون د افغانستان د ملي شورا له لوري هم باید تصویب شي.








