ناټو: که تړون لاسلیک نه شي، ټول به وځو

له دې مخکې امريکا هم ګواښنه کړې وه، که دغه سند په راتلونکو پنځو اونيو کې لاسليک نه شي، نو دوى به له افغانستان څخه ووځي.
د عکس تشریح، له دې مخکې امريکا هم ګواښنه کړې وه، که دغه سند په راتلونکو پنځو اونيو کې لاسليک نه شي، نو دوى به له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن وايي که ولسمشر کرزی د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو د ناټو روزونکي او سلاکاران نه شي کولی له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت تر سره کړي.

د ښاغلي راسموسن په وینا د کابل او واشنګټن تر منځ تړون د ناټو ځواکونو پاتې کېدو لپاره اړین دی، ځکه چې دې کار سره موږ د خپلو ځواکونو د شتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کوو.

خو ولسمشر کرزي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون تر لاسلیکېدا مخکې دوه شرطونه وړاندې کړي، لومړی دا چې بهرني ځواکونه د افغانانو په کور کې خپل ټول هوايي او ځمکني عملیات ودروي او دویم دا چې د سولې د خبرو بهیر پیل شي.

دا مهال افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ بهرني ځواکونه مېشت دي، چې زیاتره یې امریکایان دي.

له بهرنیو پوځیانو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد لړۍ دوام لري، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان د ټولو سیمو امنیتي مسؤولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ناټو وايي، چې تر ۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې ته د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ ترمنځ پوځيان پرېږدي.

امریکا هم ګواښ کړی، که چېرې ولسمشر کری امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، د ۲۰۱۳ تر پایه به له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي.

وړاندې افغان حکومت ویلي وو، چې امریکا د افغان ځواکونو د سونتوکو د لګښت پیسې پر افغان پوځ درولې دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس کابل ته پخپل وروستي سفر کې ویلي وو، که چېرې حامد کرزی د روان کال ترپایه امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، واشنګټن به له دې هېواده خپل ټول پوځيان وباسي.

د افغانستان له بهرنیو پانګه والو د افغان پوځ د ملاتړ او سمبالښت لپاره د څلور میلیارد ډالرو راغونډولو غوښتنه شوې ده.

د ناټو سرمنسي همداراز ویلي چې ناټو د ''صوفه'' په نامه د خپلو ځواکونو د قانوني شتون لپاره یو تړون ته اړتیا لري او دا تړون له امنیتي تړون پرته نه شي کیدای.

ښاغلي راسموسن وايي هیله مند دی چې ولسمشر کرزی به د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه او سپارښتنې ومني او دغه تړون به لاسلیک کړي.

دا مهال افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ بهرني ځواکونه مېشت دي، چې زیاتره یې امریکایان دي.
د عکس تشریح، دا مهال افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ بهرني ځواکونه مېشت دي، چې زیاتره یې امریکایان دي.

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

له دې مخکې امريکا هم ګواښنه کړې وه، که دغه سند په راتلونکو پنځو اونيو کې لاسليک نه شي، نو دوى به له افغانستان څخه ووځي.

په ناټو کې د متحده ایالتونو سفیر خبریالانو ته وویل چې دغه تړون د مرستو د کړي یو مهم او لومړنی ګام دی. د دې تړون وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو او بیارغونې سره نژدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کېږي.