ننګرهار کې ایساف پنځه ولسي وګړي وژلي

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي د ایساف ځواکونو په هوايي برید کې پنځه ښکاریان وژلي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال بي بي سي ته وویل دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ختیځ ته په سراچې سیمه کې رامنځته شوې ده.
سراچه له جلال اباد ښاره ایله څو کیلومتره لیرې ده.
ښاغلي مشرقيوال زیاته کړه وژل شوی کسان د مرغیو د ښکار لپاره وتلي وو، چې ایساف پرې د مخالفو وسله والو ګمان کړی او په نښه کړي يې دي:
"بېګا شپه شاوخوا یوولس بجې، د بهسودو ولسوالۍ سراچې سیمه کې پنځه ولسي کسان، چې د مرغیو د ښکار لپاره چره يي ټوپک ورسره وو، او عمرونه یې د ۱۲ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو، بمبارۍ کې شهیدان شوي، مړي یې امنیه قومندانۍ روغتون ته لېږدولي دي".
پېښه د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه رامنځ ته شوې، په دې هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو لوی مرکز هم دی.
د ناټو ځاکونو یوه ویاند ویلي، چې له پېښې خبر شوي، چې د ولسي مرګ ژوبلې خبره یې لا تراوسه نه ده منلې.
نوموړی وايي، چې د وژل شویو مړي د جلال اباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي هم پېښه تایید کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري ویلي چې "په وژل شویو ولسي وګړو کې درې ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي، دوه سره وروڼه دي".
ننګرهار د افغانستان ختيځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې ډېر کله ترې د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.








