جلال اباد کې بمي چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ ښارجلال اباد کې بمي چاودنه شوې.
سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې دغه چاودنه هغه مهال د ملي راډیو ټلویزیون مخې ته رامنځ ته شوه، چې دښاروال په موټر کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.
دچارواکو په وینا، د چاودنې پرمهال ښاروال په موټر کې نه و، خو د هغه موټر چلونکی ټپي شو دی.
په چاودنه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی او تر اوسه چا د دغې پيښې مسوولیت هم نه دی منلی.




