ننګرهار کې ایساف پنځه ښکاریان وژلي
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي د ایساف ځواکونو په هوايي برید کې پنځه ښکاریان وژلي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال بي بي سي ته وویل دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ختیځ ته په سراچې سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي مشرقيوال زیاته کړه وژل شوی کسان د مرغیو د ښکار لپاره وتلي وو، چې ایساف پرې د مخالفو وسله والو ګمان کړی او په نښه کړي يې دي.
پېښه د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې، په دې هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو لوی مرکز دی.
ایساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




