د افغانستان لوېديځ کې د مطبوعاتو سل کلن فعالیت

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د افغانستان په لوېدیځ کې د نژدې سل کاله مطبوعاتي فعالیت چاپي بېلګې نندارې ته وړاندې شوې.
دغه څلور ورځنی لوی نندارتون په هرات کې د یوې میاشتنۍ کلتوري خپرونې ''دوربین ''د مدیریت په نوښت جوړ شوی.
د نوموړې خپرونې کارکوونکي وایي موخه یې دا ده چې په هرات کې د چاپ شویو خپرونو پاتې پاڼې له ورکېدو وژغوري.
دا لومړی ځل دی چې د ټولو هغو خپرونو بېلګې چې تر اوسه په هرات کې چاپ شوې په یوه ځای کې راغونډیږي.
دلته د هغو څلور سوه خپرونو بېلګې چې په هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې تر اوسه له چاپه وتلې ترسترګو کېږي. د دی ټولو اثارو ترڅنګ د هرات د پېژندل شویو کلتوري څېرو عکسونه هم کتار شوي.
د دوربین مجلې کارکونکي وایي دا بېلګې یې د خلکو په مرسته را ټولې کړې او هر چا د خپل شخصي کتابتون څخه هغه پخوانۍ خپرونې چې اوس په بازار کې نه موندل کیږي راټولې کړې او ورسپارلی دي.
د نوموړې مجلې مسؤول مدیر نور احمد کریمي وایي:
''هڅه شوې چې د افغانستان په لوېدیځ کې د چاپي خپرونو د تکامل او پرمختګ بهیر یو ښه انځور دلته وړاندې شي. موږ د هرې خپرونې لپاره چې دلته یې بېلګې اېښودل شوې پېژندپاڼه هم جوړه کړې''.

لیکوال او څېړونکی ګل احمد نظري اریانا د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د ورته یوه دایمي څېړنیز مرکز د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ښاغلی اریانا وایي: ''زه هیله کوم چې دغه نندارتون د تل لپاره د یوې موسسې په توګه پاتې شي. دغه اثار او خپرونې چی زموږ دوستانو راټول کړي بېرته تیت او پرک نشي. باید په یوه مرکز کې راغونډ شي او دا مرکز د یوه علمي بنسټ په حیث د دولت له خوا وساتل شي''.
د دغو مراسمو یوشمېر نورو وینا والو بیا نورو ولایتونو او په ځانګړې توګه پلازمېنې کابل ته د دې نندارتون پر لېږدولو ټینګار وکړ.
تمه کیږي د ورته مرکزونو او نندارتونونو په جوړېدو سره د افغانستان د مطبوعاتي لاسته راوړنو د خوندي ساتلو امکان ترلاسه شي.








