څه باندې ۲۰۰۰ افغانان له سمندر لارې استرالیا ته تللي

په افغانستان کې د استرالیا سفیر وايي سږ کال د سمندر له لارې دغه هېواد ته نژدې دوه نیم زره افغانان د کډوالو په توګه ورغلي دي.
د اسټرالیا سفیر جان فېلېپ له بي بي سي راډیو سره دغه هېواده ته د ورغلو افغان کډوالو په اړه په ځانګړې مرکه کې وویل په تېرو څو کلونو کې اسټرالیا ته د ورغلو کډوال پنځمه برخه افغانان دي.
ښاغلي فېلېپ زیاته کړه چې په روان میلادي کال کې د ۱۸۰۰۰ کډوالو له ډلې چې د سمندر له لارې په ناقانونه توګه استرالیا ته تللي دي څه باندې دوه زره او څلور سوه یې افغانان دي.
"په تېرو څو کلونو اسټرالیا ته د راغلو شل زرو کډوالو له ډلې له شپاړلسو تر شل سلنې یې افغانان دي، په دې ډله کې د افغانانو ترڅنګ سوډانیان او سریلنکایان هم دي."
ښاغلي فېلېپ بهر ته د افغان کډوالو د لړۍ د دوام په اړه زیاته کړه چې استرالیا د پنځوس هېوادونو ترڅنګ په تېرو دولسو کلونو کې له افغانستان سره د وضعیت د ښه کېدو او د کډوالۍ د مخینوي په تمه مرستې کړي، خو د ده په وینا که څه هم د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال په پرتله اوس وضعیت ښه شوی، خو د دوی کار پای ته نه دی رسېدلی.
اسټرالیا یو له هغه هېوادونو دی چې کډوال مني، هغوی ته د زده کړې زمینه برابره وي او تابعیت ورکوي.
دغه هېواد ته د ورتګ قانوني لارې هم شته خو هر کال په لسګونه زره کډوال له ناقانونه سمندري لارې دغه هېواد ته ورځي.
کډوال لومړی اندونیزیا او بیا له هغه ځایه د سر په بیه د سمندر له لارې په وړو کښتیو کې اسټرالیا ته ورځي.
څه موده وړاندې اسټرالیا له خطرناکې سمندري لارې دغه هېواد ته د ورتګ د مخنیوي لپاره پرېکړه وکړه چې له دې لارې ورتلونکي کډوال به لومړی د یو تړون له مخې پاپوا نیو ګیني ته استوي او تر هغه به هلته مېشت وي چې قانوني اجرات ترسره شي، خو که د کډوالو په توګه و نه منل شي نو بېرته به خپل هېواد ته ستنېږي.
په تېره څه باندې یوه لسیزه کې له پنځو میلیونو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي خو له دې سره، سره یو زیات شمېر افغانان نورو او په تېره لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ۳۶ زره افغانانو په بېلا بېلو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.








