استرالیا: په بېړیو کې راغلي کډوال نور نه قبلوو

استرالیا پرېکړه کړې چې نور به هغه پناه غوښتونکي ونه مني چې په بيړیو کې دغه هېواد ته ورځي.
د استرالیا لومړي وزیر کېوین رډ وویل دا پناه غوښتونکي به پرې نه ښودل شي چې د مهاجرو په توګه په استرالیا کې استوګنه غوره کړي او پر ځای به یې پاپوا نیو ګیني ته واستول شي.
ښاغلي رډ وویل هیڅ محدودیت نه دی ټاکل شوي چې څومره ګډوال به استرالیا کولای شي چې پاپوا نیو ګیني ته واستوي.
استرالیايي رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي له پاپوا نیو ګیني سره به د کډوالو د استولو په بدل کې مرسته کېږي.
په دې مرسته کې د یوه لوی عمومي روغتون رغول او د پوهنتونونو په برخه کې مرسته شامله ده.
په استرالیا کې له را راوانو ټاکنو وړاندې د هېواد د کډوالۍ په تګلاره کې د بدلونونو په لړ کې، ښاغلي رډ اعلان وکړ چې د پاپوا نیوګیني له حکومت سره یې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې تر مخې به یې پناه غوښتونکي د ارزولو لپاره هغه هېواد ته استول کېږي.
هغه وویل رښتیني مهاجر به پرېښودل شي چې په هلته پاتې شي او هغه کسان به چې د پناه غوښتنې یې نه منل کېږي بېرته خپل هېواد یا یو دریم هېواد ته ولېږل شي.
ښاغلي رډ د پاپوا نیو ګیني له لومړي وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل دوی غواړي یو روښانه پیغام ورکړي چې د انسانانو قاچاق باید پائ ته ورسول شي.
ښاغلي رډ وویل له دې پریکړې سره به استرالیا وکولای شي له هغو خلکو سره چې په ریښتنې توګه اړ دي مرسته وکړي.
هغه وویل دا یې مسؤلیت دی چې ډاډ تر لاسه کړي چې استرالیا د سرحدي کنترول یو پیاوړی سیسټم ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې استرالیا ته د ورتلوونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
استرالیا ته په ورتلونکو کډوالو کې زیات شمېر د عراق، ایران، سریلنکا او افغانستان د وګړو دی.








