د کابل سترې محکمې مرګوني بريد ۱۷ تنه وژلي

برید د سترې محکمې د ګاډو درېدو ځای کې شوی.
د عکس تشریح، برید د سترې محکمې د ګاډو درېدو ځای کې شوی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه ځانمرګی برید په کلکه غندلی، چې پرون مازیګر ( جون ۱۱) کابل ښارکې د افغانستان د سترې محکمې پر وړاندې رامنځ ته شو او د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۷ تنه په کې ووژل شول او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله ویل شوي" طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي"

پرون مازیګر د افغانستان پلازمېنې په زړه کې د سترې محکمې شا ته ځانمرګی برید وشو.

د کابل امنیه پولیسو ویلي برید کې د دوو ښځو په ګډون اوولس کسان وژل شوي او نژدې ۳۹ نور ټپیان دي.

ټپیانو کې اته ښځې دي.

برید د کابل درېیمو مکروریانو سترې محکمې د ګاډو تمځي کې وشو.

د برید سیمې ته د عامې روغتیا وزارت، د امریکا سفارت او امریکايي اډه هم پراته دي.

وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلی، او د لسګونو کسانو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده.

طالبان وايي، دا برید یې د سترې محکمې د هغو اړوندوړ قاضیانو د هغو پرېکړو په غبرګون کې کړی، چې د طالبانو بندیان یې په عمري بندونو او یا یې په اعدام محکوم کړي دي.

چاودنه د کابل پر سیمه ییز وخت د ماسپښین شاوخوا څلور نیمې بجې وشوه.

عیني شاهدان وايي، چاودنه د سترې محکمې شا ته د محکمې د مامورینو د رخصتۍ پرمهال شوې.

سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي.

دا کابل کې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه اوونۍ کې دویم خونړی برید دی.
د عکس تشریح، دا کابل کې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه اوونۍ کې دویم خونړی برید دی.

پرون (دوشنبه/جون ۱۰) هم د کابل هوايي ډګر په شمالي برخه کې له یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ د طالبانو ډله ییز برید یوازې د اوو برید کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېد، خو نور چا ته په کې زیان نه و اوښتی.

''پسرلني عملیات''

طالبانو په تېر اپریل کې د ''پسرلنیو عملیاتو'' پیلولو اعلان وکړ، چې په وینا یې بهرنۍ پوځي اډې او دیپلوماتیک بنسټونه به په نښه کوي.

د مهال وېش له مخې، د ۲۰۱۴ کال ترپایه به له افغانستانه زیاتره بهرني پوځيان ووځي.

اټکل دی، چې له ۱۹۹۲ کال راپدېخوا په لومړي ځل به تر راتلونکو څو میاشتو پورې افغان ځواکونه له نړیوالو ځواکونو د امنیتي مسؤولیت چارې پرغاړه واخلي.