د کابل سترې محکمې برید

د افغان پلازمېنې کابل په زړه کې د سترې محکمې د ګاډو تمځي کې ځانمرګي برید د سترې محکمې مامورین په نښه کړي، چې د کابل پولسو په وینا د دوو ښځو په ګډون يې ۱۷ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور يې ټپیان کړي دي.

زموږ همکار فهیم عابد د چاودنې سیمې ته ورغلی او بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته یې دغه انځورونه اخیستي دي.