کابل کې د طالبانو ډله ییز برید کې '۷ برید کوونکي وژل شوي'

کابل
د عکس تشریح، له بریدګرو پرته جګړه کې نور څوک نه دي ژوبل شوي.

د کابل هوايي ډګر په شمال کې پر هوايي ډګر د طالبانو پنځه ساعته ډله ییز برید د اوو واړو برید کوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

برید د دوشنبې ورځې پر ګهيځ وختي په درنو او سپکو وسلو سمبالو برید کوونکو پیل کړ.

د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل "وسله وال د کابل هوايي ډګر شمال کې یوې نیمه جوړې شوې پنځه پوړیزې ودانۍ ته ختلي او له امنیتي ځواکونو سره جنګېدلي دي".

''زموږ د رپوټونو له مخې اوو په وسلو سمبالو برید کوونکو جګړه کړې، دوو یې لومړی خپل ځانونه الوځولي، پنځه نور یې له پولیسو سره په جګړه کې وژل شوي. له چاودېدونکو توکو یو ډک فلاینګ کوچ د پولیسو له لوري له منځه وړل شوی''.

ستانکزی وايي، اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی، خو پولیس په هغې ودانۍ کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي، چې برید کوونکو سنګر په کې نیولی و.

سرچینه وايي، چې په سیمه کې له وسله والو وسلې پاتې شوې دي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دوشنبې پر ګهيځ وختي د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي.

د کابل له هوايي ډګره ټولې الوتنې د لنډ وخت لپاره درول شوې وې.

تېره میاشت د ملي امنیت ادارې وویل، چې کابل کې یې د یوه لوی برید دسیسه شنډه کړې او ځینې برید کوونکي او د هغوی سمبالوونکي یې نیولي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې افغان او بهرنیو پوځيانو ته درانه زیانونه اړولي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته استول شوې اعلامیه ادعا کوي، چې د لومړي ځانمرګي برید کوونکي په چاودلو سره د لومړۍ امنیتي دروازې افغان او بهرني ساتونکي یې وژلي او بیا نور برید کوونکي ننوتي او په جګړې بوخت دي.

د تېرې مې پر ۲۴ مه هم کابل کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان پر دفتر وسله والو ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه دوه ملکي وګړي او یو پولیس په کې وژل شوي وو او ۱۷ نور کیان ټپیان وو.

''پسرلني عملیات''

طالبانو په تېر اپریل کې د ''پسرلنیو عملیاتو'' پیلولو اعلان وکړ، چې په وینا یې بهرنۍ پوځي اډې او دیپلوماتیک بنسټونه به په نښه کوي.

د مهال وېش له مخې، د ۲۰۱۴ کال ترپایه به له افغانستانه زیاتره بهرني پوځيان ووځي.

اټکل دی، چې له ۱۹۹۲ کال راپدېخوا په لومړي ځل به تر راتلونکو څو میاشتو پورې افغان ځواکونه له نړیوالو ځواکونو د امنیتي مسؤولیت چارې پرغاړه واخلي.