آی او ایم: زمو دفتر په لوی لاس په نښه شوی و

- Author, ګلستان شینواری
- دنده, کابل
افغانستان کې د کډوالۍ نړیواله اداره (آی او ایم ) وايي، د کابل د تېرې جمعې ورځې په وسله وال برید کې د دوی دفتر په لوی لاس په نښه شوی و او په وینا یې دغه برید مخکې له مخکې پلان شوی و.
د دغې ادارې چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، برید کوونکي پر دې ښه پوهېدل چې دفتر ته له کومې لارې ورشي او دننه په دفتر کې کوم ځایونه په نښه کړي. کابل کې د دغې ادارې مشر رېچارډ ډانزیګر وویل، دوی نه پوهېږي، چې وسله والو د دوی دفتر ولې په نښه کړی دی.
"دا خبره اوس جوته شوې، چې د جمعې د ورځې په برید کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې دفتر په ډېر لوی لاس په نښه شوی و. برید له وړاندې په ډېر ښه ډول پلان شوی و. برید کوونکي په څرګند ډول پوهېدل، چې زموږ پر دفتر له کومې خوا برید وکړي."
ګډه پلټنه
ښاغلي ډانزیګر همداراز وویل، چې افغان حکومت او ملګري ملتونه د دغې پېښې په اړه په ګډه پلټنې کوي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې چارواکو په خبره دوی ښايي خپل دفتر له پخواني ځایه یو بل ځای ته ولېږدوي، ځکه چې په وینا یې دفتر یې په دغه برید کې ډېر زیانمن شوی خو ټینګار یې وکړ چې خپل کارونه به سر له سبا روان وساتي. د ښاغلي ډانزیګر وینا یاد برید به د دوی د فعالیتونو مخه و نه نیسي.
"سبا سهار به موږ بېرته خپل کار پیل کړو. که څه هم کارونه به مو سل په سلو کې نه وي، خو فعالیت به روان وساتو. موږ به دغه ترهګریز برید ته اجازه ور نه کړو، چې زموږ د هغو کارونو مخنیوی وکړي، چې په افغانستان کې یې له موږ د کولو غوښتنه شوې."
د کډوالۍ نړیوالې ادارې همدراز وویل، چې په دغه برید کې د دوی څلور تنه کارکوونکي، د ملګرو ملتونو د یوې بلې ادارې یو کارکوونکی او پنځه تنه بهرني ساتونکي، (ګورکا) ټپیان شوي دي، چې د دوو تنو ټپونه پکې ژور دي.
وسله والو د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې دفتر په نښه کړ، چې د چاودنو تر څنګ د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې پکې کابو اته ساعته روانې وې. دغه اداره له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او له کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.








