ولسي استازو د خپلو معاشونو لوړېدو طرحه تصويب کړه

په حکومتي طرحه کې د ولسي جرګې د يوه غړي لپاره مياشتنی معاش څه د پاسه ۱۴۶زره افغانۍ پيش بيني شوی و.
د عکس تشریح، په حکومتي طرحه کې د ولسي جرګې د يوه غړي لپاره مياشتنی معاش څه د پاسه ۱۴۶زره افغانۍ پيش بيني شوی و.
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, کابل

د افغانستان د ولسي جرګې استازو نن د خپلو معاشونو د لوړېدو طرحه تصويب کړه.

په طرحه کې پرته له نورو امتيازاتو د هر وکيل مياشتنۍ تنخوا ۱۹۵زره افغانۍ وټاکل شوه.

ځينو ولسي استازو دا معاش کم باله، خو ډېرو لږو وکيلانو ويل چې دا د حکومتي کارکوونکو د معاشونو په توپير زيات او غېر عادلانه دی.

ولسي جرګې نن د شنبې په ورځ د ولسمشر، مرستيالانو او د کابينې د غړو د معاشونو په ګډون د معاشونو د تنظيم د قانون ځينې مادې تصويب کړې.

د افغانستان حکومت د وکيلانو په ګډون د لوړ پوړو حکومتي کارکوونکو د معاشونو د قانون د تنظيم طرحه ولسي جرګې ته واستوله.

په حکومتي طرحه کې د ولسي جرګې د يوه غړي لپاره مياشتنی معاش څه د پاسه ۱۴۶زره افغانۍ پيش بيني شوی و، خو د جرګې مالي او بودجوي کمېسيون دغه اندازه ۱۹۵زره ته پورته کړه او رايې اچونې ته يې وړاندې کړه.

له رايې اچونې وړاندې د معاشونو د ډېروالي پر سر ولسي استازو چنې ووهلې او د معاش له دومره زياتوالي سره موافق نه وو، ځکه ويل يې د دوی لګښتونه خورا ډېر دي.

خو د مالي او بودجوي کمېسيون مشر امير خان يار ناراضو استازو ته ډاډ ورکړ چې دا يې يوازې مياشتنۍ تنخوا ده او د نورو مصارفو لپاره يې بېلې پيسې په پام کې نيول کېږي.

خو رمضان بشر دوست وويل دا معاش د هغو کسانو په توپير زيات دی چې په حکومت کې کار کوي او دا يې غېر عادلانه وباله.

د ولسي جرګې هر غړی اوس په مياشت کې ۱۵۰زره افغانۍ معاش لري چې نژدې درې زره امريکايي ډالر کېږي او ترڅنګ ي د دسترخوان، د موټر تېل، د کور کرايه، د چلوونکي او ساتونکو معاشونه هم ورکول کېږي.

ولسي جرګې د ولسمشر، مرستيالانو، وزيرانو او د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د غړو د معاشونو او امتيازونو د تنظيم د قانون ځينې برخې هم تصويب کړې.

د تصويب شويو موادو پر بنسټ ولسمشر ته به د مصارفو په ګډون په مياست کې ۹۸۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د ولسمشر مرستيالانو ته نژدې ۳۰۰زره، قاضي القضات او لوی څارنوال ته نژدې ۲۳۰زره او وزيرانو ته به ۲۰۰زره افغانۍ ورکول کېږي.

په طرحه کې دا هم تصويب شوه چې ولسمشر ته به د ده د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته هم په مياشت کې ۴۸۶زره افغانۍ او اضافي مصارف ورکول کېږي.