د کورنیو چارو وزارت کې لاسوهنه د اندېښنې وړ ده

په دې وروستیو کې د افغانستان د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د کړنو په اړه نیوکې ډېرې شوې دي.
تېره ورځ، ځینو سناتورانو د ولسي جرګې ځینې غړي په پراخ فساد تورن کړل او ترې وړاندې د وزیرانو له لوري ځینې وکیلان د پیسو په اخیستو تورن شوي وو، چې دا موضوع څو ځلې د جرګې په عمومي غونډه کې یاده شوې ده.
د دې موضوع په تړاو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ځینو وکیلانو له لوري تر سخت فشار لاندې دی، چې د هغوی کسان د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې وګوماري.
ټولو وزارتونو ته
شاید د کورنیو چارو وزیر لومړی هغه وزیر نه وي، چې دا ډول نیوکې مطرح کوي؛ ځکه چې د پارلمان غړي په اونۍ کې یو ځل له وزیرانو سره د کتنې لپاره ټولو وزارتونو ته ځي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د پارلمان د غړو لاسوهنه په راتلونکي کې د پولیسو پر وړتیاوو منفي اغېز وکړي:
''د پولیسو لس کلن پلان، چې د پولیسو د معیاري پرمختګ او د دغه پرمختګ د دوام تضمین کوي، د دې اړتیا ده چې دا پلان د سیاستوالو او په ځانګړي ډول د یو شمېر محترمو وکیلانو له مداخلې نه خوندي پاتې شي. که د افغانستان د پولیسو په بېلابېلو بستونو باندې د دغو وکیلانو او سناتورانو په سپارښتنو کسان وټاکل شي او لرې شي، موږ د افغانستان د پولیسو راتلونکی ښه نه وینو ''.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ تېره ورځ د ملي امنیت په شورا کې وویل، چې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د پارلمان د دواړو جرګو له لوري تر څلوېښتو ډېر ځلې ورغوښتل شوی، چې دا بهیر د اندېښنې وړ بولي.
ښاغلی صدیقي وايي، پارلمان ته د وزیر د ورغوښتل کېدو لامل ستراتیژيک نه بلکې د افرادو پر محور ولاړ دی:
۱۵۲۰۰ غوښتنلیکونه
''د کورنیو چارو وزیر ۳۱ ځلې ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی او ۱۴ ځلې مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوی دی. غوښتنې د سلیقو له مخې دي. په همدې وخت کې، د وکیلانو د غوښتنلیکونو شمېر ۱۵۲۰۰ ته رسي، که تاسې یوازې د دې پر وخت فکر وکړﺉ هم ډېر وخت ته اړتیا لري.
بېلګې یې درته وایم، د ټکسي امر، له سرتېري نیولې تر ساتمنه په مختلفو بستونو ناقانونه ګومارنې، یانې په واقعیت کې دا یوه شخړه ده. د کورنیو چارو وزیر د افغانستان خلکو ته د یوه مسوول او ځواب ورکوونکي شخص په توګه دا خبرې د ملي امنیت په شورا کې د افغانستان د پولیسو لپاره په خپله لس کلنه طرحه کې وړاندې کړې دي''.
ښاغلی صدیقي وايي، که چېرې د دا ډول لاسوهنو او نفوذ پیدا کولو مخه ونیوله شي، افغانستان به ډېر ژر د پیاوړو پولیسو درلودونکی هېواد شي.








