زاخیلوال فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه افشا کوي

ولسي جرگې پرېکړه کړې چې د راروانې شنبې په ورځ د ماليې وزير استيضاح کړي.
د عکس تشریح، ولسي جرگې پرېکړه کړې چې د راروانې شنبې په ورځ د ماليې وزير استيضاح کړي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال تور لگولى چې گواکې په ولسي جرگه کې يوې داسې ډلې د هغه د استيضاح پرېکړې ته لاره هواره کړې چې د ده په وینا د نشه يي توکو په قاچاق او فساد کې ښکيل دي.

ښاغلي زاخيلوال وويل چې نشه يي توکي ونيول شي، د پرېښودلو لپاره يې دوى ورته زنگونه وهي، همدار راز هغه ويلي چې په ولسي جرگه کې دغې ډلې ترې غوښتي چې کسان يې په گمرکونو کې په لوړو څوکيو وگوماري،خو ده ورسره دغه څه نه دي منلي.

د ماليې وزير د دغې تورنې ډلې نوم وانه خیست خو ويې ويل چې په ورځ دوو کې به يې نومونه د رسنيو له خوا اعلان کړي.

خو د ولسي جرگې دويم منشي عرفان الله عرفان بي بي سي ته وويل لاسليک کوونکي وکيلان او ښاغلى زاخيلوال دواړه دې خپلې ادعاوې له سندونو سره جرگې ته وړاندې کړې چې پر بنسټ يې پرېکړه وشي.

د ماليې وزير وويل چې گواکې کله هم دی په يوۀ ارزښتناک کار کې ښکيل شي، د ده په وینا ولسي جرگه کې يوه وړه ډله د ده په لاره کې د خنډونو راپورته کولو هڅه کوي.

نوموړي وويل دا ډول هڅه جاپان کې تر توکیو غونډې مخکې هم شوې وه، چې ده يې د چمتو والي واگې په لاس کې لرلې او وايي اوس چې د توکيو غونډې پسې د هغې د ارزولو په موخه کلنى کنفرانس د جولاى پر دريمه جوږېړي دغې ډلې د ده د استيضاح لپاره لاسليکونه راټول کړي دي.

ښاغلي زاخيلوال تور ولگاوۀ چې گواکې دې ډلې دغه لاسليکونه پر ده پلورل غوښتل خو ده ترې مخ واړاوه. نوموړي وويل چې دى لاسوندونه لري چې په فساد او د نشه يي توکيو په قاچاق کې د دغې ډلې لاس لرل کره کوي.

ښاغلي زاخيلوال له دغې ډلې څخه د چانوم وانه خیست خو ويې ويل چې دا نومونه به په راروانو دوو يا دريو ورځو کې د ملي شورا او رسنيو په واک کې ورکړي.

د ولسي جرګې غبرګون

خو د افغانستان د ولسي جرگې دويم منشي عرفان الله عرفان بي بي سي ته وويل چې د جرگې د کورنۍ تگلارې له مخې ۵۰ استازي د استيضاح لپاره لاسليک وکړي وزير بايد استيضاح شي خو وايي دا چې لاسليک کوونکي او د ماليې وزير يو پر بل تورونه لري، دواړه غاړې دې په جرگه کې د خپلو ادعاوو لپاره سندونه او شواهد وړاندې کړي.

ښاغلي زاخيلوال په څرگنده و نه ويل چې دى به د راروانې شنبې پر ورځ د استيضاح غونډې ته نه ځي، خو دا يې وويل چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان وزيرانو شورا هغه دلايل نا موجه او د حکومت په کار کې خنډ راوستل وبلل چې د ده د استيضاح لپاره راوړل شوي.

ښاغلي زاخيلوال وويل، پر ده يوه لويه نيوکه داده چې گواکې په وزارت کې يې د يوې سيمې او يوې ولسوالۍ کسان پر لوړو دندو گومارلي.

نوموړي وويل چې دى به ډېر ژر د ماليې وزارت د مرستيالانو لويو ریيسانو، ریيسانواو مستوفيانو نوملړ هم خپور کړي.

د ماليې وزير وويل بله نيوکه پرې دا شوې چې گواکې د بهرنيو سفرونو پر مهال له ځان سره سلاکاران نه بيايي ، ښاغلي زاخيلوال وويل که داسې نه هم کوي، کوم قانون نه ماتوي.

تر دې څو اونۍ مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ د ولسي جرگې يو شمېر غړي په فساد تورن کړي وواو ولسي جرگې ته له تلو يې انکار کړی و.