"د ټولنيزو علومو پوهنځي مشر نه دی گوښه شوی"

محصلینو د ياد شوي پوهنځي د مشر او يوه تن استاد گوښه کول غوښتل.
د عکس تشریح، محصلینو د ياد شوي پوهنځي د مشر او يوه تن استاد گوښه کول غوښتل.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي يو شمير زده کونکو تيره اونۍ د دغه هيواد د ملي شورا مخې ته د نه خوړو اعتصاب وکړ.

دوى د ياد شوي پوهنځي د مشر او يوه تن استاد گوښه کول غوښتل.

پر اتمه ورځ د ولسمشر حامد کرزي سلاکار نعمت الله شهراني ورغى او اعتصاب کونکو ته يې وويل چې بس کړئ ستاسې غوښتنې ومنل شوې.

خو اوس د لوړو زده کړو وزارت او د افغان پوهنتونو د علمي شوراگانو غړو ويلي دي چې د پوهنتوني ستونزو د هواري په موخه د هېواد هيڅ بل بنسټ او ډله د پريکړې حق نه لري.

په خبر پاڼه کې ر اغلي چې د ټولينزو علومو د پوهنځي د مشر او يوه تن استاد د گوښه کولو خبره هم سمه نه ده.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د پوهنتونونو د علمي شوراگانو د غړو او د ياد شوي وزارت د مشرتابه د پلاوى د ناستې په پايله کې د دغې ستونزې د هواري په موخه دوه کميسونونه جوړ شول چې يو د رښتيا موندنې او بل د سولې په نامه دى.

د لوړو زده کړو وزارت خبردارې ورکړې چې په لسو ورځو کې دننه به دغه کميسونونه د ښکيلو غاړو د برخليک په اړه پريکړه کوي.

خو وايي هيڅ بنسټ او ډله بايد په دې موده کې له د زده کونکو د ستونزو د هوارولو په موخه هيڅ ډول پارونې ونه کړي.