"د کابل پوهنتون استاذانو په اړه پرېکړه سمه نه ده اخیستل شوې"

د افغانستان د ولسمشر وياند ایمل فیضي وايي د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه د دوشنبې ورځې( د مې ۲۷) پرېکړه ناسمه تعبیر شوې ده.
د دوشنبې پر ورځ د حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په اعتصاب بوختو محصلینو سره کتلي وو چې له یوې اوونۍ راهیسې یې د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو د پوهنځي رئیس او یو استاذ په قانون ماتولو تورونول.
ځايي رسنۍ وايي چې د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد، د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپتنا او سلاکار وزير نعمت الله شهراني د اعتصاب ساحې ته ورغلل او د پوهنځي د ریس او استاذ د لرې کولو سند يې محصلينو ته وسپاره او ژمنه یې وکړه چې دغه پرېکړه سر له ننه (سه شنبې د می ۲۸) د پلي کېدو وړ ده.
له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل د لوړ پوړو چارواکو خبرې سمې نه دې اخیستل شوي.
ښاغلي فیضي د ولسمشر کرزي د دریځ سپينولو پر وخت وویل هغوی غوره بلله چې دغه موضوع په دقيق ډول څېړل شوې واى او له څېړنې وروسته پرې قانوني او جدي عمل شوى واى.
ایمل فیضي ټینګار درلود چې ولسمشر کرزی په دې باور دی چې د پوهنتون چاپېريال د سياست ځاى نه دى او د پوهنتون محصلين بايد خپل وخت ضايع نه کړي.
د ولسمشر ویاند ادعا وکړه چې د ده په وینا ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي د ټولنيزو علومو پوهنځي موضوع سياسي کړي خو نور جزییات یې ورنه کړل چې په څه ډول، کومې کړۍ او د څه لاس ته راوړلو په نیت دا کار کوي.
ښاغلی فیضي وايي باید له استادانو او معترضو محصلینو دواړو سره عادلانه چلند وشي.
د ولسمشر د دې دریځ تر سپیناوي وړاندې د سې شنبه پر ورځ د کابل پوهنتون له زرو زياتو محصلينو او استادانو لاريون وکړ او د دوشنبې ورځې د پرېکړې پر ضد يې شعارونه ورکول.
هغوى گواښ کاوه چې که افغان حکومت خپله پرېکړه بېرته وانه خلي، نو د دوى په وينا دغه لاريونونه به د هېواد ټولو پوهنتونونو ته وغځول شي.
خبریالان وايي که څه هم په پلازمېنه کابل کې د پوهنتون محصلینو لاريونونه ډېر ليدل شوي، خو ښايي دا لومړى ځل و چې د دغه پوهنتون گڼ شمېر استاذانو په لاريون کې برخه اخيستې وه.
د کابل طب پوهنتون استاد ډاکټر عصمت الله سجاد وايي تر هغې پورې چې دغه شوې پرېکړه بېرته اخيستل شوې نه وي، او د ده په وینا د دوى حيثيت اعاده شوى نه وي، نو له لاريونونو نه به لاس په سر نه شي.
ده وويل ''دا فیصله سمه فیصله نه ده، باید بېرته یې واخلي، د پوهنتون او استادانو حیثیت اعاده شي، دلته ګڼ محصلین او استادان راغلي، کله چې قانون تر پښو لاندې کېږي، زموږ او ستاسې او د ټول ملت دنده دا ده چې د پوهنتون د قانون او د استادانو د حیثیت د ساتلو دفاع ته ودرېږي. دوی باید دا ستونزه ژر حل کړي''.
دغو استادانو تر ډېره پر دې خبره ټينگار کاوه چې د قانون له مخې پوهنتون اکاډميک چاپېريال دى او په دغه چاپېريال کې ټولې ستونزې او نيمگړتياوې د پوهنتون د علمي شورا له خوا له منځه ځي.
که څه هم د ولسمشر کرزي ویاند د دوشنبې پرېکړه ناسمه تعبیر شوې بللې او وايي له دواړو غاړو سره دې عادلانه چلند وشي خو دا یې لا واضح کړې نه ده چې عادلانه چلند څه ډول تعریفوي.








