د محصلینو د اعتصاب تر شا 'بهرنۍ کړۍ' دي

د دغو چارواکو له ډلې يو يې هم د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير نعمت الله شهراني و ، هغه دغو اعتصاب کوونکو سره زمنه وکړه چې د دوى ټولې غوښتنې به عملي کيږي او سر له سبا به دوى ټول خپلو درسونو ته حاضريږي
د عکس تشریح، د دغو چارواکو له ډلې يو يې هم د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير نعمت الله شهراني و ، هغه دغو اعتصاب کوونکو سره زمنه وکړه چې د دوى ټولې غوښتنې به عملي کيږي او سر له سبا به دوى ټول خپلو درسونو ته حاضريږي
    • Author, محمود کوچی
    • دنده, کابل

د کابل پوهنتون د هغو اعتصاب کوونکو د نه خوړو اعتصاب وروسته له هغه پاى ته ورسېد، چې يو شمېر افغان چارواکي ورغلل او له هغوى سره يې ژمنه وکړه، چې د دوى ټولې غوښتنې به سر له سې شنبې عملي بڼه خپله کړي.

د دغو چارواکو له ډلې يو يې هم د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير نعمت الله شهراني و ، هغه دغو اعتصاب کوونکو سره زمنه وکړه چې د دوى ټولې غوښتنې به عملي کيږي او سر له سبا به دوى ټول خپلو درسونو ته حاضريږي:

''ستاسو ټولې غوښتنې ومنل شوې او سر له سبا به ستاسو ټولې غوښتنې عملي کيږي، په دې کې به هېڅوک خلاف ورزي نه کوي، او هغو شاگردانو چې خپلې خولې تړلې، نورې به خپلې خولې پرانيزي، او خپلو ليليو يا کورونو ته ورشي او سبا ته به خپلو زده کړو ته دوام ورکوئ''.

که څه هم ښاغلي شهراني په روښانه ټکو کې و نه ويل چې د دوى کومې غوښتنې ومنل شوې، خو تر دې وړاندې دغو زده کوونکو ويلي وو تر هغې پورې چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي مشر او يو تن استاد بدل شوى نه وي، نو دوى به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو زده کوونکو سلگونه زده کوونکو لاريونونه وکړل او د ملي شورا تر دروازې يې وغځول.

''حق او عدالت غواړو''

لاريون کوونکو د مدني حرکتونو په چوکاټ کې نورو ته له سپکاوي ډډه کوله، په شعارونو کې يې د حق او عدالت نارې پورته کولې او له عدلي او قضايي څانگو نه يې په کلکه غوښتنه کوله چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي د استادانو او محصلينو په وړاندې د شوي سپکاوي څيړنه دې وکړي او تور پورې کوونکي دې د محکمې تر ميزه راکاږي.

ځینې شنونکي د دغو پېښو تر شا د ګاونډیو هېوادونو لاس بولي.
د عکس تشریح، ځینې شنونکي د دغو پېښو تر شا د ګاونډیو هېوادونو لاس بولي.

دغو محصلينو هغه نور محصلين پر دې گرمول چې گواکې د دوى د زده کړو په لار کې خنډونه پېښوي، او د ځينو سياسي کړيو په اشاره غواړي په پوهنتون کې قامي، ژبني او مذهبي توپيرونو ته لمن ووهي.

د ټولنيزو علومو د پوهنځي محصلې مرسل رستمي افغان حکومت او د دغه هيواد عدلي او قضايي ادارې په کلکه وننگولې چې گواکې د هغو تورونه د پورې کولو په تړاو چوپه خوله پاتې دي چې پر دوى او د دوى پر ښوونکو لگول شوي دي.

هغې د دغو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه هم وکړه:

اخلاقي فساد

''موږ ټول په دغو څو ورځو کې له درسونو پاتې شوي يو او شل فيصده ازموينې مو هم پيل شوي دي، موږ ته دغه اعتصاب زيات زيان اړولى دى، دوى ويلي وو چې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې اخلاقي فساد روان دى، که چېرته دوى تبوت لري، نو پارلمان ته دې نه ځي دوى بايد لويې څارنوالۍ ته تللاى واى، نو که ثبوت نه لري، نو موږ غواړو چې دغه کسان دې عدلي او قضايي ته وسپارل شي، ځکه چې په دې کې زموږ حيثيت ته هم زيان رسېدلى، موږ غواړو چې اعادۀ حيثيت شو ''.

دغو لاريون کوونکو خپل لاريون ملي لاريون باله او د دوى په وينا چې په افغانستان کې د ټولو قامونو، او ولايتونو استوگن محصلين په کې برخه لري او د کومې ځانگړې ډلې له خوا نه دي هڅول شوي.

دغه لاريون د هغو اعتصاب کوونکو پر ضد شوى چې د تېرو اتو ورځو راهيسې يې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و.
د عکس تشریح، دغه لاريون د هغو اعتصاب کوونکو پر ضد شوى چې د تېرو اتو ورځو راهيسې يې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و.

له يو ساعت ځنډه وروسته د ولسي جرگې د گوتو په شمېر استازي دغو مظاهره کونکو ته راووتل او د هغوى غوښتنې يې واوريدې او ورسره ژمنه يې وکړه چې د دغو ستونزو د لرې کولو په تړاو به د ښکېلو غاړو سره له نژدې ليدنې کتنې وکړي او د ستونزو په غوڅولو کې به گام پورته کوي.

دا رنگه دوى په اتو مادو کې هغه پريکړه ليک هم ولوست چې د دوى غوښتنې په کې ليکل شوې وې.

دغه لاريون د هغو اعتصاب کوونکو پر ضد شوى چې د تېرو اتو ورځو راهيسې يې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و.

که څه هم د دغه پوهنځي د لاريون کوونکو دواړه ډلې يو پر بل تورونه پورې کوي، خو په ټوله کې يو شمېر شنونکي بيا وايي چې د دغو پېښو تر شا نه يوازې په کور د ننه د سياسي کړيو لاس دى، بلکې هغوى په دې کې د سيمې هېوادونه په تېره بيا گاونډي هېوادونه هم ګرم بولي.