فراه:ماین چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په فراه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور چې درې یې ماشومان دي ټپیان دي.
ځايي چارواکي وايي پېښه د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې نن سهار (مې ۵ ) رامنځ ته شوې ده.
د فراه د والي ویاند وویل د دولت وسلوال مخالفین، هغه اصطلاح چې وسلوالو طالبانو ته کارول کېږي، په دې پېښه کې لاس لري.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي بي بي سي ته وویل:
" نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د خاک سفید ولسوالۍ د کورغم سیمې نهه کسه اوسېدونکي په شخصي ګاډي کې له خپل کلي ښار ته پر لار وو، چې ګاډی یې په سړک کې په خښ شوي ماین وربرابر شو."
د نوموړي په خبره، د ماین چاودنې له امله د یوې مېرمنې په شمول څلور کسان ووژل شوي او د دریو ماشومانو په شمول څلور نور ټپیان شول.
د یادولو ده چې څو میاشتې وړاندې هم په همدې سیمه کې د وراوالو پر یو موټر د ماین په چاودنه کې ۱۸ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر 'یونما' د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې وویل، چې دغه هېواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
یونما په دغه هېواد کې د ولسي وګړو دېرش سلنه مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی ته ډېر پام وکړي.
کابل کې د یونما د ادارې د بشري حقونو د برخې مسوولې جورجېت ګنیان بي بي سي ته وویل، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدغې مودې په پرتله دېرش سلنه ډېروالی موندلی دی.
د مېرمن جورجېت په وینا په دغه موده کې شاو خوا ۵۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې په وینا ډېری یې د سړک غاړې ماینونو په چاودونو کې وژل شوي دي.








