د فراه په بريد کې ۵۰ کسان وژل شوي دي

فراه ولایت کې ځايي چارواکي وايي د ځانمرګو برید ګرو په یوه ډله ییز برید کې، چې نن ( د اپریل ۳ ) ګهیځ یې د محکمې پر ریاست یې وکړ، ۵۰ کسان وژل شوي او نژدې ۹۰ کسان ټپیان دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي په وینا په بريد کې ٤ پوليس، ٦ د ملي اردو سرتېري، د محکمې د قاضيانو او کارکوونکو په ګډون ٣٤ ملکي کسان او نهه بريدکوونکي وژل شوي دي.
د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي ښايي د مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه وي او په بريد کې وژل شوي او ټپيان نورو روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي وي.
د بريد په سيمه کې د څارنوالۍ، ښاروالۍ، ښځو چارو رياست، مخابراتو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت ودانۍ هم موقعيت لري او د ولايت د مقام ودانۍ يې هم په څو سوه مترۍ کې ده.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز په وينا، نن سهار نهه ځانمرګي بريدکوونکي، چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې، د ملي اردو په دوو رېنجر موټرو کې سيمې ته ورغلل.
هغه وويل، چې بريدکوونکو لومړى د محکمې د رياست مخې ته پر ساتونکو ډزې وکړې او بيا يې يوه رېنجر موټر ته چاودنه ورکړه، چې دوه بريدکوونکي په کې ووژل شول.

د هغه په وينا، تر چاودنې وروسته پاتې نور بريدکوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتل.
د هغه د څرګندونو له مخې، دا بريد په داسې حال کې شوى، چې ټاکل شوې وه، نن د وسله والو طالبانو اړوند څو کسان په همدې محکمه کې محاکمه شي.
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
افغان چارواکي وايي وسله وال د نشه يي توکو قاچاق وړونکو په مرسته غواړي دغه سیمه بې ثباته کړي.
دغه سیمه له ایران سره پوله لري او د نشه یي توکو او انسانانو د چاقاق لویه لار بلل کېږي.
بل لورې ته د هرات کندهار لویه لاره له فراه ولایت نه تېره شوې ده.
د ملي اردو له یونفورمونو او ګاډو نه په ګټه اخیستو سره وسله وال توانېدلي چې له هغو پوستو تېر شي چې پر دولتي چارواکي د برید د مخنیوي په موخه جوړې شوې دي.
د ځینو څېړونکو په وینا دغه برید د استختبارتو لویه ماته ده.
له دې مخکې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید ګرو د چټک غبرګون ځواکونو پر مرکز برید وکړ، ۵ پولیس یې ووژل او نژدې ۱۳ کسان ټپیان شول.
دا برید به په افغانستان کې یو ځل بیا د ملي اردو په وړتیاو پوښتنه را پورته کړي چې آیا له ۲۰۱۴ کال وروسته به ملي ځواکونه وکولای شي د افغان وګړو ژوند خوندي وساتي؟








