د چارشنبې ناامنیو کې ۱۸ افغانان وژل شوي

د افغانستان لوېديځ هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د شینډنډ د پولیسو مشر غلام سخي بي بي سي ته وویل، پېښه کې کوچیان وژل شوي:
''نن ګهیځ شاوخوا اووه نیمې بجې یو مازدا موټر علي اباد ته پر لاره و، چې د علي اباد په دره کې پر یوه ماین وخوت او لږترلږه اووه کسان په کې ووژل شول''.
د پولیسو دغه قومندان وايي، چې وژل شوي کوچیان دي.
دی وايي چې درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
نوموړی وايي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
دوه ورځې وړاندې، په زابل ولایت کې د ماین چاودنې د څلورو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ لږترلږه اته غړي وژلي او څلور ټپيان کړي وو.
لغمان
بل خو د افغانستان په ختيځ لغمان ولایت کې تېره شپه څلور سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
سمه ییز چارواکي وايي، پېښه د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه شوې ده.
دوی دا هم وايي، چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا
د پکتیا په څمکنیو کې تېره شپه د یوه قومي مشر پر کور بهرنیانو چاپه اچولې.
خپله وژل شوی، مېرمن یې ټپي او څلور تنه یې له ځان سره وړي دي.
حاجي میرزا منګل په سیمه کې یو حکومت پلوه مخور مشر بلل کېده.
د هغه پر کور د برید لامل لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د پکتیا ولایت د والي ویاند ددغه برید غندنه کړې او وايي چې بهرنیانو دا کار په خپل سر کړی دی او له دوی سره یې هېڅ مشوره نه ده کړې.
بلخ
بل خوا، د هېواد په شمالي جوزجان ولایت کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي.
د دوی او یوه بل ترکي ګاډي چلوونکي مړي، د لیلي دښتې د زمرد سای په سیمه کې موندل شوي.
تېره ورځ (سې شنبې/ اپریل ۱۶) ددغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کی هم د سره صلیب دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي وو او دوه نور ټپیان وو.








