زابل کې چاودنې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي

افغان چاراکو ویلي، چې د زابل ولایت سوري ولسوالۍ په سیوري سیمه کې د ماین چاودنې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي، چاودنه نن (دوشنبه/حمل، وری ۲۶) ګهيځ مهال هغه وخت وشوه، چې په یاده سیمه کې ټراکټور پر یوه ماین وخوت.
د دغه ولایت د والي وياند شريف الله ناصري وایي چې په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
هغه وایي چې په تراکتور کې د يوې کورنۍ کډه بار وه چې له سيوري ولسوالۍ شاجوی ته پر لاره پرې ماین وچاودېد.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د دغې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده، خو هغوی تر دې دمه هېڅ نه دي ویلي.
په افغانستان کې د ولسي وګړو په نښه کول او په جګړه او چاودنو کې د هغوی وژل کېدو افغانان اندېښمن کړي دي.
د روان اپریل پر اوومه، د زابل په مرکز کلات ښار کې د والي پر هغه کاروان برید وشو، چې بهرنیان هم ورسره ملګري وو، چې پنځه امریکایان په کې ووژل شول.
که څه هم د برید هدف والي و، خو نوموړی روغ رمټ ووت.








