کونړ کې د پاکستان بریدونو دوه عام وګړي وژلي

د افغانستان پر ختیځ ولایت کونړ یو ځل د پاکستان له لوري راکټي بریدونه شوی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل پاکستاني ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا د کونړ ولایت په مروروې ولسوالۍ اوه راکټونه توغولي چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: ''د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو دغه د بشریت او انسانیت ضد او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل په کلکه غندي او د دې بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کوي''.
د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځ سیمو راکټي بریدونه شاوخوا درې کاله وړاندې پیل شول. پاکستاني ځواکونو په دغه موده کې په وقفه ییز ډول د کونړ او ننګرهار پر سرحدي ولسوالیو په سلګونو راکټونه توغولي.
د پاکستان ادعا
پاکستانی لوری ادعا کوي چې د ترهګرو د په نښه کولو په موخه راکټي بریدونه کوي، خو افغان دولت دغه ادعا تل رد کړې او د بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه راکټي بریدونه چې په لسګونو افغان ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل هم شوې.
د همدې بریدونو له امله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر ورغوښتی وو، او عامو افغانانو یې پر ضد لاریونونه کړي خو ځای یې نه دی نیولی .




