'سلګونه زره پاسپورتونه د چاپېدو په حال کې دي'

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي په هېواد کې به د پاسپورت د نه شتون ستونزه ډېر ژر حل شي.
د دغه وزرات د چارواکو په وینا هغه خنډونه چې په دې لار کې موجود وو اوس له مخې لېرې شوي او د سلګونه زره پاسپورتونه د چاپېدو په درشل کې دي.
له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د سیلانۍ پاسپورتونو ویش بند شوی چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
د پاسپورت د کتابچو نه شتون یا کمښت هغه ستونزه ده چې افغانان له څو کلونو ورسره مخ دي خو په وروستیو څو میاشتو کې د پاسپورت د وېش په څانګو کې د پاسپورت د کتابچو نه شتون یو لوی سرخوږګۍ ګرځېدلی چې ځینې وخت خلکو د واسطې او یا هم په لوړه بیه ترلاسه کړي دي.
خو بل پلو افغان چارواکي له څو میاشتو راهیسې وايي د سلګونو زرو پاسپوروتونو د چاپولو تړون یې د دولاغوی په نوم یوه فرانسوي شرکت سره کړی دی، خو دغه شرکت یې چارې د هغو ستونزو له امله ځنډولې وې چې د چاپ د لګښت په برخه کې موجودې وې.
خو د کورنیو چار وزرات ویاند صدیق صدیقي وايي د لګښت ستونزه اوس حل شوې او سلګونه زره پاسپورتونه به ددې وزارت په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د پاسپورتونو د جوړولو او د مالیې وزارت یې د لګښت ورکول مسؤولیت لري.
د پاسپورت د کمښت ستونزه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د اخیستلو غوښتنې یې د پخوا په پرتله ډېرې شوي.
د پاسپورت زیاتره اخیستونکي له ایرانه راستانه شوي کډوال دي، چې غواړي په قانوني توګه بېرته ایران ته ولاړ شي.
د پاسپورت ریاست چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو چې د پآسپورتونو په بشپړه توګه کمپیوتري کېدل په بشپړېدو دي او ویش به یې د نوي لمریز کال په سر کې پیل شي.








