
ښاغلي کرزي وویل، که چېرې وموندل شوه چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري، نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي که پاکستان د برهان الدین رباني د وژنې په تړاو پلټنو کې همکاري ونه کړي، نو له ملګرو ملتونو به مرسته وغواړي.
ښاغلي کرزي په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې په راروانو دوه ورځو کې به پاکستان ته د پلټنو په لړ کې د حقایقو د موندلو یو پلاوی ولېږي.
ده وویل که چېرې پاکستان همکاري ونه کړه، نو خبره به ملګرو ملتونو ته وسپاري:
''موږ پرون پرېکړه وکړه چې د پاکستان حکومت کې له خپلو وروڼو سره معلومات شریک کړو، موږ هغوی خپل ګاونډيان بولو، پاملرنه وکړﺉ، موږ پاکستان ته د خپل ګاونډي او یوه اسلامي هېواد په توګه ګورو. مسلمان او ګاونډی د ورور معنی لري، موږ دا قضیه د هغوی مخې ته وړاندې کوو او ورته وايو، قدرمنو وروڼو! له تاسې سره زموږ او د استاد رباني له ټولو هڅو سره سره، دغه ډول پېښه وشوه، زموږ د ملي امنیت پلټنې او معلومات ښيي چې دغې پېښې له کوټې سرچینه اخیستې او په دې کې ځینې ځانګړي کسان ښکېل دي. اوس نو تاسې باید له موږ سره همکاري وکړﺉ. که چېرې دغه همکاري ونه شي، نو موږ به دا قضیه نړیوالو او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړو چې په دې اړه پلټنه وکړي. ''
ولسمشر کرزي په کابل کې خپرېدونکي له 'نور' تلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغه پېښه کې د بهرنیانو د لاس لرلو ثبوت به ددښمنۍ معنی ولري:
''که چېرې په ثبوت ورسېږي چې بل هېواد په دې قضیه کې ښکېل دی او یوه بهرني هېواد زموږ استاد وژلی، دا به ددښمنۍ په معنی وي، دا بله معنی نه شي لرلای.''
ښاغلي کرزي وویل، که چېرې وموندل شوه چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري، نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.
که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي





























