کرزي د رباني د مرګ له امله خپل سفر لنډ کړی

افغان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته خپل سفر وروسته تر هغه لنډ کړ چې له طالبانو سره د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني ووژل شو.
د افغان امنيتي ځواکونو په وینا پر برهان الدين ربانی هغه مهال چاودنه وشوه چې د خبرو په موخه د ورغلو طالبانو یوه یې په خپل پګړي کې ځای پر ځای چاودېدونکي توکي وچول.
دوی وايي په بريد کې د برهان الدين رباني په ګډون يو شمېر کسان وژل شوي او ځينې ټپيان شوې دي.
د ولسمشر کرزي یو لوړ پوړی سلاکار او د سولې د عالې شورا د دالانشاء مشر معصوم ستانکزی په دغه پېښه کې سخت ټپي شوی دی.
ځينې راپورونه وايي چې نن به د افغانستان کابینه یوه بېړنۍ غونډه وکړي.
پر همدې مهال نن په کابل کې ډېری رسمي غونډې او ناستې ځنډېدلې دي.
د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړېواله ورځ ده او په دغه ورځ د حکومتي او نادولتي ټولنو له لوري د ناستو او کنفرانسونو د جوړېدو خبر ورکړل شوی وو، خو اوس ځنډېدلي دي.
ټاکل شوې وه چې نن افغان سندرغاړی فرهاد دریا هم د سولې په تړاو يو کنسرت ورکړي چې د برهان الدين رباني د مړېنې له امله ځنډېدلی دی.
په افغانستان کې خپرېدونکو رسنيو هم تر يوه بريده د خپلې خپرونو بڼه بدله کړې ده. په دې لړ کې د افغانستان ملی راډيو تلوېزيون خپلې عادی خپرونې درولي او پر ځای يې د قرانکريم تلاوت او د برهان الدين رباني د ژوند او کړو وړو په اړه خپرونې کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پر افغانانو د یو موټي کېدو غږ کړی او د برهان الدين رباني وژنه يې د هدفو وژنو د کړۍ یوه برخه بللې ده.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د دغه برید پړه پر ترهګرو او د افغانستان د خلکو پر دښمنانو ور واچوله:
"د افغانستان له ټول ولس څخه غواړم چې د وسوسو تر اغېز لاندې رانه شي، دغه پېښه روښانه ده چې دا یوه ترهګره پېښه وه او د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ترسره شوې ده."
دغه راز جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پر استاد رباني د برید په تړاو وویل چې افغانان به د تېر په شان بیا هم يرغلګرو ته په کلکه ځواب ووايي.
په افغانستان کې د اپوزیسون ډلې یوه مشر عبدالله عبدالله د استاد برهان الدین رباني وژنه د افغان ولس لپاره یوه لویه غمیزه وبلله.
ده وویل چې استاد رباني د ژوند تر وروستيو د سولې لپاره هلې ځلې وکړې.
د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامرون وویل، ښاغلي رباني د سولې په عالي شورا کې مهم رول ولوباوه.
ده وويل برهان الدين رباني په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د راوستلو لپاره کلکه اراده لرله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمستورا د استاذ رباني په وژل کېدو او د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په ټپي کېدو ژور خپګان ښکاره کړی دی.
ښاغلی دیمستورا وايي باید د سولې هڅې جاري وساتل شي.








