د برهان الدين رباني ۷۱ کلن ژوند

د عکس سرچینه، Getty
برهان الدين رباني په ۱۹۴۰ کال کې د افغانستان د بدخشان ولايت د فيض اباد په ولسوالۍ کې زېږېدلی وو.
ده خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل ټاټوبي کې وکړې او منځنۍ او لوړې زده کړې یې په پلازمېنه کابل ترسره کړې.
برهان الدين رباني شرعیات لوستي او له دغې پوهنځی يې سند تر لاسه کړی دی.
د ماسټري درجه يې د مصر له الاظهر پوهنتون نه اخيستې او د ماسټرۍ له بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته ور ستون شو.
دی کابل ته له رسېدو وروسته له هغو سکیولر يا په مذهب نه ولاړو سمونونو سره په مخالفت کې کېوت چې ټولواک محمد ظاهر شاه يې پلي کول غوښتل.
په خټه تاجک، برهان الدين رباني په ميلادي ۱۹۷۱کال کې د اسلامي جمعيت د ګوند بنسټ کېښود او د ژوند تر پايه د دغه ګوند مشري ور له غاړې وه.
وروسته له هغه چې سردار محمد داود په افغانستان کې د واک په ګدی کېناست، برهان الدين رباني پاکستان ته ولاړ او د هغه مهال افغان حکومت پر وړاندې يې د مبارزې تابيا وکړه.
خو نوموړی د مجاهدينو د يوه وتلي مشر په توګه هغه وخت وځلېد چې د پخواني شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ.
دی دغه مهال په دې وتوانېده چې خپل ګوند د پاکستان له لارې په وسلو او پيسو ښه سمبال کړي.
برهان الدين رباني په ۱۹۹۲ کال کې کابل ته د مجاهدينو له ور ننوتو او د حضرت صبغت الله مجددي له دوه مياشتنۍ واکمنۍ وروسته د افغانستان ولسمشر شو.
ده په کابل کې د مجاهدينو د خپل منځي شخړو په ترڅ کې تر ۱۹۹۶ پورې پر واک خپلې منګلې ټينګې کړې، خو پر کابل د طالبانو له يرغل وروسته اړ شو چې خپل ټاټوبي، بدخشان ته ورشي.
نوموړي له هماغه ځايه له خپلو نورو ملګرو سره د طالبانو د رژيم پر وړاندې جګړه پيل کړه.
په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته، برهان الدين رباني چې تر دغه مهال د افغانستان قانوني ولسمشر بلل کېده، واک حامد کرزي ته وسپاره.
خو بيا يې هم د افغانستان په سياسي بهير کې خپل فعال رول ساتلی وو، نوموړی د افغانستان د ولسي جرکې په تېره دوره کې د بدخشان د خلکو استازی وو.
برهان الدين رباني تېر کال د افغانستان له مخالفينو سره د پخلاينې په موخه د سولې د عالي شورا د مشر په ټوګه وټاکل شو.








