برهان الدين رباني په ځانمرگي بريد کې ووژل شو

د افغانستان د سولې د عالي شورا ريس ، د مجاهدين د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني په يوۀ ځانمرگي بريد کې وژل شوى دى .
افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې ښاغلي رباني له دوو کسانو سره چې د وسله والو طالبانو غړي وو ليدل چې چاودنه وشوه .
دا څرگنده نه ده چې دغه دوو کسانو په بريد کې لاس لارۀ که نه .
ويل کيږي چې د سوړلې د عالي شورا د دارالنشا ريس معصوم ستانکزى هم په دې بريد کې ټپي شوى دى .
رپوټونه ښيي چې ټول شپږ کسه په دې چاودنه کې ټپيان شوي دي .
د برهان الدين رباني کور د وزير اکبر خان په مېنه کې و .
برهان الدين رباني همدا نن ، د سپتمبر ٢٠ مه ، زيږيدلى و او نن ٧٠ کلن شو .




