د نورستان استازي: ګډو عملیاتو په وانت وایګل کې ۱۹ عام وګړي وژلي

نورستان

د ملي شورا استازو او راغليو مخورو ومنله چې سربېره پر ١٩ ولسي وگړو د حکومت څلور تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي وو.

د ملي شورا په دواړو جرگو کې د نورستان او کونړ ولايتونو استازو، او له يادې شوې سيمې نه راغليو قامي مخورو او د ولايتي شورا غړو د هغو عملياتو په اړه رسنيو ته بوږنونکي معلومات ورکړل چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره اوونۍ د نورستان په وانت وايگل ولسوالۍ ترسره کړي وو.

استازو او سناتورانو ويل چې په دغو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په گډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي وو چې افغان او بهرنيو ځواکونو يې تر دوو ورځو پورې د خښېدو اجازه ورنه کړه او يو شمېر مړي ځناورو وخوړل.

دغو استازو ادعا کوله چې يادو شويو ځواکونو د نورستان د سولې د عالې شورا يو سپين ږيري استازې هم تر ربړولو وروسته حلال کړى دى.

بهرنيو ځواکونو تر دغو عملياتو وروسته ويلي وو چې وژل شوي کسان ټول اورپکي وو.

استازو وويل چې په دغو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په گډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي وو.

په ولسي جرگه کې د نورستان استازي مولوي احمدالله موحد وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو تر دوو ورځو پورې خلکو ته اجازه ورنه کړه چې خپل مړي خاورو ته وسپاري ښاغلي موحد ادعا وکړه چې په دې ترڅ کې ځينې مړي ځناورو وخوړل:

''د وژل شوو مړو ته یې تر دوو ورځو پورې خلک پرې نښودل چې د هغوی مړي خاورو ته وسپاري، د سیمې خلک شاهدان دي چې ځينې مړي ځناورو وخوړل. دوی په دې هم بسنه ونه کړه او د خلکو دوکانونه او کورونه یې لوټ کړل. له روغتون څخه یې ډاکټرا راویستل، ویې وهل.''

ولسمشر خبروو، دفاع وزير ته وايو، د کورنيو چارو وزير خبروو، چې لطفاً له دغه راز عملياتونه چې هېڅ راز گټه نه لري، او زموږ د خلکو د وژنې لامل ګرځي د پاى ټکی کېږدي.

زلمی زابلي

راټولو شويو استازو او راغليو مخورو ادعا کوله چې بهرنيو ځواکونو په نورستان کې د سولې د عالي شورا استازي جمعه گل هم تر ربړولو وروسته حلال کړى دى.

بله غاړه د نورستان د ولايتي شورا مشر عنايت الله مذهب يار وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو د سيمې نور مشران نيولي وو چې د ۴۸ ساعتونو لپاره يې پرته له خوراک او څښاک څخه په ځنځيرونو کې ولاړ ساتلي وو:

''تر ۴۸ ساعتونو پورې یې د سیمې ټول خلک راغوښتي وو او په یوه بېدیا کې یې د شپې او ورځې لمر ته درولي وو. ''

بله غاړه له نورستان نه د سولې د عالي شورا راغلي استازي مولوي شفيع الله شفيع وويل په تېر کې د نورستان ولايت لويه لاره دوى په سوله يزه توگه پرانیستي وه، او د وانت وایگل ستونزه يې هم له همدې لارې هوارول غوښتل وايي له شويو عملياتو سره په نورستان کې د سولې بهير هم اغېزمن شو:

''د ولايت مرکزي لاره بنده وه، د خلکو د هڅو په نتیجه کې دا لاره پرانیستل شوه، او د وانت وایګل له نظامي مخالفینو سره ابتدايي اړیکي ونیول شول، خو سربېره پر دې دا وحشیانه عملیات وشول، چې د سولې بهیر ته یې لویه صدمه ورسوله. ''

د نورستان او کونړ استازو او مخورو خپل شکايت د ولسي جرګې او مشرانو جرگې د شکايتونو اوريدو کميسون ته وکړ.

د مشرانو جرگې د شکايتونو اورېدو د کميسیون مشر زلمي زابلي ددغو ناخوالو تر اورېدو وروسته، له افغان ولسمشر او نورو اړوندو چارواکو نه وغوښتل چې د ولسي خلکو پر وړاندې له عملياتو نه لاس واخلي:

نورستان

د وانت وايگل ولسوالۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو په ولکه چې وه، خو د افغان او بهرنيو ځواکونو له دوه ورځنۍ مېشتېدنې وروسته بيا ورپاتې شوه.

''ولسمشر خبروو، دفاع وزير ته وايو، د کورنيو چارو وزير خبروو، چې لطفاً له دغه راز عملياتونه چې هېڅ راز گټه نه لري، او زموږ د خلکو د وژنې لامل ګرځي د پاى ټکی کېږدي.''

د ملي شورا استازو او راغليو مخورو ومنله چې سربېره پر ١٩ ولسي وگړو د حکومت څلور تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي وو.

خو بهرنيو او افغان ځواکونو تر عملياتو وروسته ويلي وو چې د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي ټول کسان د حکومت وسلوال مخالفان وو.

د وانت وايگل ولسوالۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو په ولکه چې وه، خو د افغان او بهرنيو ځواکونو له دوه ورځنۍ مېشتېدنې وروسته بيا ورپاتې شوه.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .