له برګيمټال نه افغان ځواکونه په شا شول

افغان ځواکونه د هېواد د ختيځ نورستان ولایت له برګيمټال ولسوالۍ نه په شا شوي او طالبانو يو ځل بیا دا ولسوالۍ له خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د نورستان برګيمټال ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې وړاندې هم څو ځلې طالبانو بريدونه پرې کړي ول.
د نورستان ولایت جمال الدین بدر ووايي افغان ځواکونه ځکه له برګيمټال ولسوالۍ نه په شا شول، چې د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
نوموړي د ځواکونو شاته کېدا يو تاکتيکي خوځښت وباله.
جمال الدین بدر ويلي افغان ځوکونه له دې امله هم له برګيمټال نه په شا شول، چې د طالب جنګیالیو پر تله يې شمېر لږ و او وسلې يې کمې وې.
وړاندې طالبانو برګيمټال ته غځېدلې او له مرکز سره نښلوونکې لارې تړلې وې.
څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت برګيمټال ته نور ځواکونه ولېږل، چې د طالبانو زور مات کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې، چې د برګيمټال ولسوالۍ مرکز اوس له طالبانو سره دی.








