د نورستان بله ولسوالي هم د دولت له ولکې ووتله

- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, کونړ
د افغانستان د ختيځ نورستان ولایت یوه بله ولسوالي هم د دولت له ولکې ووتله .
د نورستان د پولیسو مشر جنرال شمس الرحمن زاهد نورستاني بي بي سي ته وویل، تېره شپه سلګونه وسله وال د 'وانټ وایګل' پر ولسوالۍ ورغلل او ولسوالي یې ونیوله .
ښاغلی نورستانی وايي پولیسو منظم پرشاتګ ځکه وکړ، چې د برید کوونکو شمېر ډېر و او دوی مقاومت نه شوای ورسره کولای .
د نورستان امنیه قومندان دا هم وايي پولیسو ځکه له ځاني زیان پرته ولسوالي پرېښوده چې د پولیسو شمېر یې لږ و، خو د بیا نیولو لپاره به یې تابیا نیسي .
وسله والو طالبانو لا له وړاندې د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی و .
د طالبانو یوه ویناد ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، په ولسوالۍ کې ډېر شمېر وسلې او مردکۍ د دوی ګوتو ته ورغلې دي .
د 'وانټ وایګل' ولسوالي داسې مهال افغان حکومت بایلي، چې د رپوټونو تر مخې، ترې وړاندې د همدغې ولسوالۍ یو شمېر پولیس د معاشونو تر اخیستو وروسته د بېرته راګرځېدو پروخت وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو .
که څه هم د نورستان د پولیسو مشر وايي د ولسوالۍ د نیولو پروخت شاوخوا ۱۰۰ پولیس په ولسوالۍ کې وو، خو ښکاري چې د پولیسو د کموالي له کبله دغه ولسوالي طالبانو په اسانۍ نیولې وي .

د یادولو وړ ده چې د نورستان 'کامدیش' او 'برګيمټال' ولسوالۍ لا له وړاندې د افغان حکومت له ولکې وتلې وې .
طالبان وايي دوی ته ګڼې وسلې پاتې شوې دي .








