بدر: د دواب ولسوالي مو بېرته ونيوله

د نورستان چارواکي وايي له سختې جګړې وروسته يې د دواب ولسوالي بېرته له طالبانو نيولې ده.
والي جمال الدين بدر وويل د دغې ولسوالۍ ځېنې برخې تېره ورځ وسله والو طالبانو نيولې وې چې په وينا يې د کومکي ځواکونو په ور رسېدو يې طالبان بېرته په شا کېدو ته اړ کړل.
دوی ادعا وکړه چې د جګړې پر مهال يې له شلو ډېر وسله وال مخالفين وژلي دي، خو وسله وال طالبان دا ادعا نه مني.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي چې افغان ځواکونه یې له څرخکو په سیمه کې کښته کړي او د دغو ځواکونو په ور رسېدو سره يې ولسوالي بېرته نيولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په عملیاتو کې، ۲۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او۲۴ نور ژوبل شوي دي.
وزارت وايي د دواب ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د دوی یوازې دوه تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
خو د نورستان والي جمال الدین بدر بیا وايي چې له وسله والو سره په وروستۍ نښته کې درې پولیس وژل شوي دي.
د دغو عملياتو پر مهال افغان حکومت د بهرنيو ځواکونو د ملاتړ په اړه څه نه دي ويلي، خو د نورستان چارواکي وايي په عملياتو کې ناټو ايساف ځواکونو هم ګډون درلود.
ولسوالي طالبانو ونيوله
د افغانستان د ختيځ نورستان ولایت چارواکي وايي ددغه ولایت په ختيځ کې ددواب ولسوالي طالبانو نیولې ده.
د نورستان د ولايتي شورا مرستیال بي بي سي ته تایید کړه، چې د چهارشنبې پر ګهيځ ملابانګ مهال وسله وال طالبان ددواب ولسوالۍ پر ودانۍ وروختل او له حکومته یې ونیوله.
چارواکي وايي د نورستان مرکز پارون ته غځېدلې لارې د حکومت د مخالفینو له لوري وړاندې بندې شوې دي.
دوی وايي چې هلته هېڅ ډول خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي د ځمکې له لارې نه شي رسول کېدای.
د نورستان چارواکو ویلي، د دواب ولسوالۍ پر سر په روانه جګړه کې لږترلږه اته وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دوی د درو افغان پولیس د وژل کېدا او د دوو نورو د ټپي کېدو خبره هم کوي.
د نورستان والي جمال الدین بدر وايي له څو روځو راهیسې پر دواب د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، چې ددوی ځواکونو ترې تکتيکي په شاتګ کړی دی.
نوموړي ددې په شاتګ لامل د حکومتي ځواکونو د وسلو او مهماتو کمزورتيا په ګوته کړه.
پر دغه ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې کله تنده او کله پڅه جګړه وه.
خو حکومت د چهارشنبې پر ورځ ددې ولسوالۍ د لاسه وتو خبر تایید کړ.
تر دې وړاندې، طالبانو د نورستان برګيمټال، کامدیش او وانټ وایګل ولسوالۍ له حکومته نیولې وې.








