احسان الله مهجور
پکتیا

دا په تېرو درو ورځو کې د طالبانو له خوا دویمه په نښه کېدونکې چورلکه ده.
د افغانستان په سوېل ختيځ پکتیا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده.
پېښه د زرمت ولسوالۍ د سهاک موسی والو په سیمه کې شوې.
په سوېل ختيځ زون کې د پولیسو ۵۰-۵ قومندانۍ منلې، چې چورلکه رالوېدلې ده، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون بي بي سي ته وویل، چورلکه تېره شپه ناوخته رالوېدلې ده.
عيني شاهدانو ویلي، چورلکه ډېره ټيته راغله، او غوښتل یې چې پوځيان راکوز کړي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه وویل، چورلکه ددوی کسانو راغورځولې ده.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چورلکه ډېره ټيټه راغلې او غوښتل یې چې هلته پر طالبانو چهاپه واچوي، خو تر هدف وړاندې طالبانو په راکټ وویشته.
خو ایساف وايي، داسې نښې نښانې نه شته، چې الوتکه دې د وسله والو په ډزو ویشتل شوې وي، خو زیاتوي چې د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چورلکه د یوې کلا له دېوال سره لګېدلې او پړمخې پرځمکه رالوېدلې او اور یې اخیستی دی.

د تنګي دره له پلازمېنې کابل ۶۰ کیلومتره لیرې په سوېل کې د کابل- کندهار لویې لارې ته څېرمه موقعیت لري.
د طالبانو دغه ویاند دا هم ویلي، چې دغې چورلکې ۳۳ بهرني پوځيان پر طالبانو د چهاپې لپاره راوړي وو.
په پکتیا کې د بي بي سي خبریال وايي، سیمه امریکايي پوځيانو کلابنده کړې او نژدې څوک نه ورپرېږدي.
درې ورځې وړاندې (د اګست پر پنځمه) هم د بهرنیو ځواکونو یوه چینوک چورلکه د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په راکټ راوغورځول شوه، چې ۳۰ ځانګړي امریکايي ځواکونه، یو ژباړن او اووه افغان کوماندوز په کې ووژل شو.
چورلکه د سید اباد ولسوالۍ د تنګي درې په جوی زرین کلي کې راوغورځول شوه.
د تنګي دره له پلازمېنې کابل ۶۰ کیلومتره لیرې په سوېل کې د کابل- کندهار لویې لارې ته څېرمه موقعیت لري.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .