افغانستان : يوه امريکايي چورلکه رالوېدلې ده

ناټو ځواکونه وايي چې د افغانستان په سوېل کې يوه امريکايي يوه چورلکه لوېدلې چې په پايله کې يې درې امريکايي سرتېري او يو ملکي کارکوونکی وژل شوی او ډېر نور ټپيان شوي دي .
تر اوسه پورې د پېښې لامل څرګند نه دی خو دغه ځواکونه وايي چې دوی يې په اړه پلټنې پيل کړې دي .
سي وي 22 ډوله چورلکې امريکايي ځواکونه لېږدول چې د کلات لوېديځ شاخوا اوه ميله لري راولوېده .
ټپيان د درملنې لپاره يوې نژدې اډې ته لېږدول شوي دي .
طالبانو ادعا کړې چې چورلکه دوی راغورځولې او زيات کسان يې په کې وژلي دي .
خو دغه ادعا ناټو ځواکونه ردوي .




