په کندهار کې اووه ایساف سرتېري وژل شوي

په سويلي ولايت کندهار کې له چاودېدونکو توکو يو ډک ګاډی د بهرنيو او افغان ځواکونو يوې پوستې ته ننه ايستل شوی او چوول شوی، چې اووه ایساف سرتېري یې وژلي دي.
د افغان پوځ يوه لوړ پوړي افسر بي بي سي ته وويل له چاودېدونکو توکو يو ډک پلانکوچ ګاډی د افغان او امريکايي ځواکونو يوې ګډې پوستې ننه ايستل شوی و.
يوه عيني شاهد ويلي ددغه خټين مرکز دېوالونه نړېدلي او يو شمېر امريکايي سرتېري ترې لاندې شوي دي .
د افغان پوځ سرچينې وايي په پېښه کې د ايساف اووه سرتېری وژل شوي او څلور نور بهرني سرتېري او دوه افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو د بريد مسوليت منلی او ادعا يې کړې چې زيات بهرني سرتېري يې وژلي او ټپيان کړي دي .
پېښه کندهار ښار ته نژدې په سنګحصار کلي کې شوې ده چې د طالبانو د راټوکېدو ځای بلل کېږي.
دغلته له تېرو دريو مياشتو راهيسې امريکايي ځواکونه پر پوځي عملياتو بوخت دي چې دغه کلابنده سيمه له مخالفينو څخه پاکه کړي.
د دغو عملياتو په ترڅ کې له رسېدلي زيان سره په روان ۲۰۱۰ کال کې د بهرنيو ځواکونو د وژل شويو پوځيانو شمېره شاوخوا ۷۰۰ رسېدلې ده .
په دې توګه دغه کال، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د ښکېلتيا په نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.
امريکايي قوماندانان باوري دي چې په کندهار او شاخوا سيمو کې دوی پرمختګ کړی خو روښانه خبره دا ده چې لاهم طالبان په سيمه کې تر سترګو کېږي .
له هغو امريکايي افسرانو سره چې ما خبرې کړې يو هم دا سوچ نه کوي چې طالبان به په بشپړه توګه مات کړي خو تمه يې دا ده چې کله امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل پيلوي نو بغاوت به يې دومره کمزوری کړی وي چې افغان ځواکونه به په يوازې سره ددې جوګه وي چې له طالبانو سره مبارزه وکړي .
د ناټو د سرتيرو لپاره د سر دغه تاوان په داسې وخت کې مخ په ډېرېدو دى چې د افغانستان د مسایلو یو شمېر اغېزمنو نړیوالو کارپوهانو ولسمشر بارک اوباما ته لیک لیکلی او ورڅخه غوښتي يې دي چې په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي.
لیک لیکونکي استدلال کوي چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه ده او یو مخیز بدلون ته اړتیا لري.
دغو ښاغلو په خپل لیک کې ویلي چې د امریکا تګلاره ناکامه ده او د طالبانو مقاومت مخ پر ډېرېدا دی.
لیک لیکونکو د امریکا له ولسمشر نه د یوې داسې اوږدمهالې تګلارې غوښتنه کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې یو ایتلافي حکومت جوړ او طالبانو ته پکې ځای ورکړل شي.
دوی وايي ښايي طالبان راتلونکی کال تر دې هم غښتلي او پياوړي شي.
دغه کسان چې د سیمې د کارپوهانو په نامه یادېږي، وايي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې امرکايي عسکر د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ دي او په وچ زور یې نه شي ماتولی.
دوی وايي دغو عملیاتو اوس داسې بڼه غوره کړې، چې عامو خلکو ته یې د سر او مال تر زیان پرته نورڅه نه دي ورکړي.
دوی وايي چې د روانې جګړې له امله د پښتنو او لوېديځوالو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي .








