په ننګرهار کې د ایساف یوه چورلکه راولوېده

چورلکه
د عکس تشریح، ایساف وايي چورلکه له منځه تللې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د افغانستان له ختيځ ولایت ننګرهاره رپوټونه وايي په سرحدي لېوا کې د کېناستو پرمهال د ایساف ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده. چورلکه په توغندي لګېدلې ده، خو مرګ ژوبله نه لري .

د افغاانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې د ایساف ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده .

په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال وايي، چورلکه په سرحدي لېوا کې د کېناستو پرمهال په توغندي ویشتل شوې، خو مرګ ژوبله په کې نه ده رامنځ ته شوې .

همداراز د سرحدي لېوا د ننه نن سهار یوه چاودنه هم شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چاودنې پېښه منلې او زیاتوي چاودنه د ایساف ځواکونو د چورلکې له رالوېدو سره رامنځ ته شوې ده .

ایساف ځواکونه هم مني چې د ننګرهار د سرحدي پولیسو په لېوا کې د کېناستو پرمهال یې یوه چورلکه رالوېدلې، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي .

دوی وايي په پېښه کې څوک نه دي مړه شوي، خو چورلکه له منځه تللې ده .

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ پر وروستۍ ورځ (۳۱مه) په افغانستان کې یوه امريکايي سرتېري، چې په میدان ورګو ولایت کې ټپی شوی و، ساه ورکړه .