په هرات کې د تیموریانو د عصر نقاشي، تذهیب او خطاطي

نقاشي تذهیب او خطاطي د هرات د هنري مکتب مهم اړخونه جوړوي. په دې هنري ډګرونو کې په نهمه هجرۍ پېړۍ کې په هرات کې داسې مهم اثار رامنځ ته شول چې تراوسه د نړۍ د هنر دوستانو او منتقدینو د حیرانتیا سبب ګرځي.

توفیق سبحاني یو ایرانی لیکوال او څېړونکی دی چې د هرات لرغوني توکي یې له نژدې لیدلي دي.

دی خپل هغه احساس چې د تیموریانو د هنري اثارو د لیدو پرمهال یې درلود، داسې بیانوي:

''هغه څه چې په بې سارې توګه زما د حیرانتیا سبب شوه، دا و چې زه د یوې جمعې پر ورځ د هرات جامع جومات ته ورغلم، هغه طاقچې مې چې ولیدې نو پوه شوم چې هغه په خپله یوه مینیاتوري ده، یوه نقاشي یا انځورګري ده، لکه تاسو چې د نیل خط ته ګورﺉ، هغه ودانۍ چې په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري زیارت شاوخوا ته ولاړې دي، هره یوه او هر یو میلي متر یې یو هنري اثر دی، ما د داسې کتابونو یو نوملړ جوړ کړی چې تذهیب شوی او دغه اثار تر ډېره هرات کې جوړ شوي.''

هرات

په ټولیزه توګه د هرات ظریف هنرونه او په ځانګړې توګه نقاشي او تذهیب دومره ښکلی و چې د ایران پر هنري مکتوبونو یې اغېز څرګند دی.

په هرات کې د شاهرخ میرزا د واکمني د وخت نه بیا د سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ تر پایه ګڼ شمېر نقاشان تېر شوي، په تاریخي کتابونو کې د ډېری نقاشانو نومونه ثبت شوي لکه ملا دروېش محمد - مولانا حاجي محمد- ملاياري – امیرشاهي سبزواری- او ځینې نور خو په دې ډګر کې محمد سیاه قلم- میرک نقاش او په ځانګړې توګه کمال الدین بهزاد تر ټولو لوړ مقام لري.

ځینې څېړونکي د هرات هنري مکتب هم په دوو برخو وېشي، یوه د شاهرخ د واکمنۍ د وخت دوره چې محمد سیاه قلم مهم رول په کې درلود او دويمه د سلطان حسین بایقرا دوره چې بهزاد یې په ترڅ کی کمال ته ورسېد.

ددې هنري مکتب په لومړۍ دوره کې تصویرونه د مغولي سبک تر تاثیر لاندې و او ډیری انځورونو تخیلي بڼه درلوده خو په دويمه دوره کې بهزاد په دې وتوانېد چې ځانته جلا سبک رواج کړي، د طبیعت د قوانینو پربنسټ د انځورونو جوړول او په تصویرونو کې د انساني احساساتو ځایول د ډیری څېړونکو په باور ددې سبک اصلي ځانګړتیا ده .

افغان څېړونکی او لیکوال حبیب الله رفیع یې په اړه وايي:

''بهزاد مینیاتورکاري او رسامي په برخه کی یو انقلاب راووست حتی وایي چې ده به چې کوم رسم جوړاوه، په هغو کې یې احساسات هم ځایولی شوای، یعنې د رسم رواني حالت به هم په کې ښکاره کېده چې دا په څه حالت کې دی. د خوښۍ په حالت کې دی که د غم په حالت کې دی که د قهر؟ استاد بهزاد د نړۍ یو نامتو هنرمند و چې تراوسه یې نظیر نه دی پیدا شوی.''

بهزاد د کار یوه بله مهمه ځانګړتیا چې مکتب یې له پخوانیو هنري مکتبونو جلا کوي په هغو کې د مختلفو رنګونو د استعمال څرنګوالی دی.

افغان څېړونکی او لیکوال نجیب الله منلی وايي :

''تر ډېره حده ابی رنګونه، اسماني او لاجوردي رنګونه په کاشي او مینیاتورکارۍ کې استعمال شول. د طبیعي رنګونو ترڅنګ نوي رنګونه جوړ شول چې تخنیک یې اوس له لاسه تللي. د معدني موادو نه د رنګونو جوړول هم مهمه خبره ده . تر ټولو مهم یې د رنګونو امتزاج دی. یعنې هغه رنګونه چې دوی سره یوځای کړي دي هم سره متفاوت دي لکه سره او ابي چې څنګ په څنګ په کې راغلي، خو دغه تفاوت خپله یوه هماهنګي رامنځ ته کړې.''

د کمال الدین بهزاد ډیری هنري اثار لکه تذهیب شوي کتابونو او تصویرونه اوس په افغانستان کې نه بلکې د بریتانیي ایران امریکې فرانسې ترکیې مصر او هندوستان په موزیمونو کې ساتل کیږي خو د هرات ښار په شمالي لمنو کې د ګازرګاه په سیمه او د خواجه عبدالله انصاري زیارت ته نژدې د زرنګار د خونې انځورونه او د هفت قلم ډبره هغه توکي دي چې د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریس شاعر او نقاش ولي شاه بهره په وینا بهزاد د غوره اثارو په کتار کې شمېرل کېږي.

د هفت قلم ډبره چې د سلطان حسین بایقرا د قبر لپاره جوړه شوې وه د ده د زوی غریب میرزا نصیب شوه غریب میرزا تر خپل پلاره مخکې وفات شو او دا ډبره یې پر قبر کېښودل شوه هفت قلم په اوو کلونو کې د ښاغلي بهره په خبره د بهزاد د نقاشۍ پراساس د شمس الدین حکاک لخوا جوړه شوه.

د نقشونو تناسب او ظرافت په دې ډبره کې دومره په پام کې نیول شوی چې د هر لیدونکي د حیرانتیا سبب ګرځي.

اوس به له ښاغلي بهره سره ورشو دا ډبره وګورو او د ده نه به وارو چې دا هنري اثر څومره ارزښت او ولې یې هفت قلم بولي:

''دغه ډبره چې د کمال الدین بهزاد د نقاشۍ پراساس د استاد شمس الدین حکاک او استاد زین الدین لخوا په دې شکل جوړه شوې په ټوله نړۍ کې نظیر نه لري. دا ډبره په اووه پوړیزه توګه جوړه شوې، هره پاڼه او هر ګل څو طبقې لري چې په پوره هماهنګۍ او تناسب سره توږل شوې. موږ د ملګرو ملتونو کولتوري څانګې ته وړاندیز کړی چې دا ډبره د نړۍ د اتم عجیب اثر په توګه په رسمیت وپېژني. ''

اوس به د تیموریانو د عصر خطاطي او تذهیب ته ځیږ شو. سربېه پر هغو کتابونو چی د بهزاد او د ده د شاګردانو لخوا تذهیب شوي او اوس د نړۍ په موزیمونو کې ساتل کیږي د هرات هنري مکتب په لومړۍ دوره کې د فردوسي شاهنامې یوه داسې نسخه د بایسنقر میرزا په امر په ښکلو خطونو ولیکل شوه چې د خط او تذهیب له پلوه په نړۍ کې ساری نه لري.

او اروښاد علامه حبیبي د تیموریانو په هکله په خپل لیکلي کتاب کې هغه د نړۍ په کچه د قیمتي آثارو په کتار کې شمېرلې.

د هرات د ادبي ټولنې مشر محمد مسعود رجایي وايي :

''بایسنقري شاهنامه د جعفر بایسنقري په قلم او د بایسنقر میرزا په امرتذهیب او لیکل شوې ده

په دې کتاب باندې په لسګونو هنرمندانو کاغذ جوړوونکو ، نقاشانو او تذهیب کارانو کار کړی د ارواښاد پوهاند حبیبي په وینا دا د نړۍ په کچه د ډېرو ګرانو کتابونو په کتار کې شمېرل کېږي.''

په هرات کې د شاهرخ میرزا د واکمني د وخت نه بیا د سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ تر پایه ګڼ شمېر نقاشان تېر شوي.

په هغو کتابونو کې چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال لیکل شوي د ګڼ شمېر خطاطانو نومونه هم ثبت شوي دي.

د شاهرخ میرزا زوی بایسنقر، جعفر بایسنقري، ملا سلطان محمد خندان، مل عبدي قلندر، مولانا محمد کاتب، ملا میر علي، ملا حاجي، ملا عبدالصمد او مولانا لساني هغه څېرې دي چې د ښکلو خطونو په درلودلو ستایل شوي.

په دې عصر کې شپږ ډوله اسلامي خطونه رواج و : ثلت ، نسخ، رقعه، ریحان، تعلیق، او محقق.

خو د تیموریانو د وخت هنرمندان په دې ډګر کې هم په تش تقلید راضي نه و . په نهمه هجرۍ پېړۍ کې په هرات کې د تعلیق او نسخ خطونو د امتزاج په پایله کی د نستعلیق خط هم رامنځ ته شو.

په ټولیزه توګه د هرات ظریف هنرونه او په ځانګړې توګه نقاشي او تذهیب دومره ښکلی و چې د ایران پر هنري مکتوبونو یې اغېز څرګند دی.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .