د هرات ادبي ټولنه ۸۰ کلنه شوه

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, له هراته
د هرات ادبي ټولنه ۸۰ کلنه شوه - په دې مناسبت ګڼ شمېر افغان ليکوالو او شاعرانو د يوه جشن په ترڅ کې د دې ټولنې ادبي او کولتوري فعاليتونه وارزول.
د هرات د ادبي ټولنې رياست وايي د هرات کولتوري څېرو د دې ټولنې په چوکاټ کې ډېرې هلې ځلې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له کبله يې فعاليتونه تل محدود پاتې شوي. په افغانستان کي تر ټولو ولايتونو او ان پلازمېنې کابل مخکې ادبي ټولنه په ١٣٠٩ لمريز کال کې د ارواښاد عبدالکريم احراري او يوشمېر نورو افغان ليکوالو په هڅه په هرات کې جوړه شوه.
د دي ټولنې کار په دې اتو لسيزو کې کله چټک او کله په ځنډ ترسره شوي، خو پر دې ټولو سربېره، د کتابونو او ادبي مجلو خپرول د ادبي غونډو جوړول او کولتوري فعاليتونو ته د يوشمېر ځوانانو وربلل د دې ټولنې د مهمو فعاليتونو په فهرست کې ثبت شوي دي.
د هرات د ادبي ټولنې ريیس م مسعود رجايي وايي: '' د هرات د ادبي ټولنې په نوښت او هڅه ګڼ شمېر ځوان ليکوال او شاعران د ادبي فعاليتونو ډګر ته ورمات شوي دا په دې مانا ده چې دې ټولنې د ادبي او کولتوري فعاليتونو ترسره کولوته د ځوانانو د هڅولو په ډګر کې مهم رول لوبولي.''

افغان ليکوال او د هرات د ادبي ټولنې غړي ګل احمد نظري اريانا وايي په هرات کې د دې ادبي ټولنې جوړېدل د دي سبب شو چې د ورته هڅو انګيزه د افغانستان په نورو سيمو او ولايتونو کې هم رامنځ ته شي: ''د دې انجمن په رامنځ ته کېدو سره د يوې مجلې لپاره چې د هرات ادبي مجله وه، زمينه برابره شوه او دا مجله خپره شوه خلکو ته يې په مختلفو برخو کې مالومات ورکړل د دې زمينه هم برابره شوه چې د دې انجمن په اړخ کې د نورو ادبي ټولنو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي لکه د کابل ادبي انجمن.'' د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس ولي شاه بهره بيا وايي هڅه کيږي د دي ټولنې لخوا په تېرو ۸۰ کلونو کې د شويو هلو ځلو او کارونو پر بنسټ نوي کولتوري پروګرامونه هم عملي شي. اقتصادي کمزورتيا او کولتوري فقر د هرات ادبي ټولنې ډېری غړي وايي سره له دې چې د دې ټولنې په چوکاټ کې مهم کولتوري او ادبي کارونه ترسره شوي، خو وايي که اقتصادي ستونزې چې د دوی په وينا تل يې ليکوال له محدوديتونو سره مخامخ کړي نه وای دوی به نن تر دي هم ډېرې لويې لاسته راوړنې درلودې.
اوس تمه کېږي چې د دې او دې ته ورته ټولنو څخه د دولت لخوا اقتصادي بنسټيز ملاتړ وشي چې په پايله کې افغان ليکوال او شاعران په دې وتوانېږي چې خپلو کولتوري فعاليتونو ته په لوړه او پراخه کچه دوام ورکړي.




