
په ولسي جرګه کې د ریاست لپاره د هلو ځلو ترڅنګ، مشرانو جرګې هم له ولسمشر حامد کرزي د جرګې د پاتې غړو د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو په دویم پړاو کې هم د (سیاف او قانوني) ترمنځ هېڅ یو هم د جرګې په ریاست ترلاسه کولو ونه توانېد.
ښاغلي سیاف ۱۱۹ او ښاغلي قانوني ۱۱۶ رایې ترلاسه کړې، خو یوه رایه سپينه او اته نورې باطلې وختې.
د ولسي جرګې موقت رییس د جرګې غونډه تر سبا پورې وځنډوله.
د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره رای اچونه دویم پړاو ته وغځېده، او په لومړي پړاو کې هېڅ کوم کاندید بریالی نه شو.
د لومړي پړاو په رای اچولو کې ښاغلي قانوني د حاضرو ۲۴۵وکیلانو له منځه ۸۴، ښاغلي سیاف ۷۷، میرویس یاسيني ۴۴ او عبدالظاهر قدير ۳۴ رایې خپلې کړې.
څلور رایې باطلې او دوې سپینې وختلې.
له تېرو څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې د مشرۍ پر سر د ولسمشر حامد کرزي د پلویانو او د هغه د سياسي مخالفانو ترمنځ ټينګه مبارزه روانه ده.
د ولسي جرګې د داخلي دندو پربنسټ د جرګې مشر باید د غړو له خوا وټاکل شي او د هغه تر ټاکل کېدا وروسته نور اداري غړي ټاکل کېږي.
څه هم په رسمي توګه د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره رسمي لېست نه دی اعلان شوی، خو د ولسي جرګې موقت رییس محمد سرور عثماني وايي چې محمد یونس قانوني، عبدرب الرسول سیاف، میرویس یاسيني او رمضان بشردوست ځانونه نومولي دي:
''که څه هم تر اوسه د ولسي جرګې ریاست ته رسماً څوک نه دي ټاکل شوي، خو ویل کېږي چې ښاغلي قانوني، استاد سیاف، یاسيني قدیر ظاهر او بشردوست ځانونه نومولي دي. او نور اداري پلاوی د رییس کار دی چې کله یې د ټاکلو لپاره ټاکنې کېږي.''
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د جرګې غړي د خپل مشر د ټاکلو پر سر پر دوو برخو وېشل شوي دي.
یوه ډله چې د جرګې د مخکني رییس محمد یونس قانوني پلویان دي، ډېره برخه یې د ولت د مخالف سیاسي ایتلاف غړي جوړوي، او بله برخه یې د ولسمشر حامد کرزي د پلوي عبدرب الرسول سیاف پلويان دي.
دغو دواړو څېرو (سیاف او قانوني) د تېرې ولسي جرګې د ریاست لپاره ډېرې مقابلې وکړې، خو یونس قانوني په ډېر لږ توپير وکړای شو، چې د تېرې ولسي جرګې ریاست ته ځان ورسوي.

مشرانو جرګې له ولسمشر کرزي د پاتې ۳۴ انتسابي غړو د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده.
په ولسي جرګه کې د ریاست لپاره د هلو ځلو ترڅنګ، مشرانو جرګې هم له ولسمشر حامد کرزي د جرګې د پاتې غړو د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده.
دغه پاتې غړي به په انتسابي توګه جرګې ته د ولسمشر له خوا ورپېژندل کېږي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویلي چې ولسمشر به ډېر ژر د مشرانو جرګې پاتې ۳۴ غړي هم ورمعفري کړي.
د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ، د دواړو مجلسینو (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د خپل کار په لومړي سر کې د تقنيني دورې لپاره یو کس د خپل رییس او دوه کسان نور د لومړي او دویم مرستیال په توګه ټاکي.
همداراز دوه کسان د منشي او د منشي د مرستیال په توګه ټاکل کېږی.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

























