لوی څارنوال: که نوماندان پړه وخېژي، استازیتوب به یې رد شي

لوی څارنوال: که محکمه نوماندان پړه کړي، استازیتوب به یې رد شي
د عکس تشریح، لوى څارنوال وويل چې هيله نه لري چې د ټاکنو د پايلو د ارزو لپاره جوړه شوې محکمه به ددوى لخوا ور استول شوې دوسيه ژر سپينه کړاى شي.
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو ويلي که د ولسمشر لخوا د نوې ولسي جرگې تر پرانيستې وروسته، د ټاکنو د درغلیو د ارزولو ځانگړې محکمه ځينې بريالي نومندان پړه وخيژوي، د شته تگلارې له مخې به ددغو نوماندانو استازيتوب ردېږي.

ښاغلي الکو وويل هيله نه لري چې ياده شوې محکمه به ډېر ژر د دوى د دوسيې په اړه حکم وکړي؛ ځکه چې وايي د دوى دوسيه ډېره غوښنه ده چې د کاغذ تر څلور نيمو زرو ډېر مخونه يې نيولي دي.

په داسې حال کې چې د نوي ولسي جرگې د گټونکو بلل شويو نوماندانو د پارلماني روزنې بهير پيل شوې دى، لا هم د ټاکنو د درغلیو د ارزولو لپاره جوړې شوې محکمې د لويې څارنوالۍ ددوسيې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ځينې وايي چې د ولسمشر لخوا د نوي ولسي جرگې تر رسمي پرانيستې وروسته به بريالي شوي نوماندان له پارلماني خونديتوب نه برخمن شي.

خو د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو وايي چې پر کومو استازو تور لگول شوى وي، هغوى محاکمه کېداى شي.

نوموړى وايي چې په داسې حالت کې د استازو استازيتوب ردېږي او د شته تگلارې له مخه د عادي افغانانو په څيرمحاکمه کېږي:

''تاسو ګورﺉ چې په اساسي قانون کې د وزیرانو د محاکمې او مجازاتو لپاره یو پروسیجر جوړ شوی، چې بیا وروسته یوه ځانګړې محکمه هم ورته جوړه شوه، په دې هېواد کې هېڅوک هم له مجازاتو نه معافېږي.''

لاریوني
د عکس تشریح، خو د تېرې شنبې په ورځ په کابل او پکتيا ولايتونو کې يو شمېر ناخوښو نوماندانو د يوې غونډې او لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر نه وغوښتل چې په وينا يې دغه له ټگيو برگيو ډکې ټاکنې لغوه اعلان کړي او يا لږ تر لږه د ځانگړې محکمې تر پرېکړې پورې د نوي پارلمان پرانیسته ونه کړي.

لوى څارنوال وويل چې هيله نه لري چې د ټاکنو د پايلو د ارزو لپاره جوړه شوې محکمه به ددوى لخوا ور استول شوې دوسيه ژر سپينه کړاى شي.

لامل يې دا په گوته کړ چې په دغه دوسيه کې له ٢٥٠ نه د ډيرو ناخوښو نوماندانو شکايتونو ته ځاى ورکړل شوى دى، او ددوسيې منځپانگې د کاغذ تر ٤٥٠٠ ډېر مخونه نيولي دي.

لوى څانوال داسې مهال دا څرگندونې کوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر حامد کرزى راروانه اوونۍ د افغانستان نوې ولسي جرگه په رسمي ډول پرانيزي.

خو د تېرې شنبې په ورځ په کابل او پکتيا ولايتونو کې يو شمېر ناخوښو نوماندانو د يوې غونډې او لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر نه وغوښتل چې په وينا يې دغه له ټگيو برگيو ډکې ټاکنې لغوه اعلان کړي او يا لږ تر لږه د ځانگړې محکمې تر پرېکړې پورې د نوي پارلمان پرانیسته ونه کړي.