ایران: تېرو لسو ورځو کې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استول شوي

ايران افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشيف عکس

د ایران سرحدي چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۷۹۲۶ افغانان له ایرانه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ساتونکو قومندان مجید شجاع د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په خبرو کې وويل، پوله ساتونکو د ایران په مختلفو سیمو کې "ناقانونه وګړي" په نښه کړي او په تېرو لسو ورځو کې یې د دوغارون بندر له لارې "د افغانستان استازي ته سپارلي" دي.

د خراسان رضوي ولایت شمال او شمال ختیځ کې له ترکمنستان سره ۵۳۱ کیلومتره پوله او په ختیځ کې د افغانستان له هرات ولایت سره ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم ايراني چارواکو د روان هجري لمريز کال له پيله د ایران له بېلابېلو سيمو د څه باندې ۹۰ زره افغانانو د لېږلو خبره کړې وه چې ويل یې ځینو په خپله خوښه ځانونه پوليسو ته تسليم کړي او ځينې نور د پوليسو له خوا راټول کړل شوي‌ دي.

هرات کې د کډوالۍ ادارې چارواکي هم وايي، د اسلام کلا بندر له لارې هره اوونۍ شاوخوا ۱۴زره افغان کډوال هېواد ته ستنېږي.

ایران ته تللي افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده تل سر ټکوي.

څه موده وړاندې ایران کې یو شمېر افغان کډوالو له فارس ولایته بي بي سي ته استولي پيغام کې ویلي وو چې "دلته افغان کډوالو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي ان هغه کسان چې دغه هېواد کې د اوسېدو سند هم لري. دوی ویلي وو ایراني پولیس افغان کډوال نیسي او کمپونو ته یې لېږي."

ایران افغان پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د ايران د خبري‌اژانس ایرنا د معلوماتو له مخې ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسېږي چې یو میلیون یې یوازې خراسان رضوي او مشهد کې دي.

ایراني چارواکو دې خبرې اژانس ته ویلي چې له دې ډلې یوازې ۵۰۰ زره یې ایران کې د اوسېدو قانوني سندونه لري.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بهر ته په تېره ایران ته د کډوالۍ لړۍ پراخه شوې ده. ایراني چارواکي وايي د افغان کډوالو ۶۳ سلنه ایران ته مخه کوي.

د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي تېرو دوه کلونو کې درې اعشار شپږ میلیونه افغانان کډوال شوي دي.